له محمد شفیق ګل اغا شېرزي سره د جمهوررئیس کتنه

له محمد شفیق ګل اغا شېرزي سره د جمهوررئیس کتنه

جمهوررئیس محمداشرف غني له سیاسي رهبرانو او د هیواد مطرح شخصیتونو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، نن مازدیګر له جهادي شخصیت او د سرحدونو او قبایلو چارو مخکېني وزیر محمد شفیق ګل اغا شېرزي سره وکتل او له نوموړي سره یې پر ملي مسایلو په ځانګړي ډول سولې په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس د ملي اجماع د پیاوړتیا او د پایداره او عادلانه سولې په هکله د نوموړي مشورې واورېدې او د راتلونکو اقداماتو په اړه يې هم خبرې وکړې.