د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه کې د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت ارزونه

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه کې د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت ارزونه

د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه، نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو، د قول اردوګانو قومندانانو او د اوپراسیونونو رئیسانو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه د راپور وړاندې کولو پر مهال د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د دښمن د تحرکاتو د دفعه او شنډولو په خاطر خپلې برنامې او تدابیر تشریح کړل.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د یادو راپورونو له اورېدو وروسته، د هیواد امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په منظمې همغږۍ او پلانګذارۍ په ټول هیواد کې د دښمن ګواښونه او خوځښتونه دفعه کړي.#