جمهوررئیس غني په دوه ورځني رسمي سفر اوزبیکستان ته ولاړ

جمهوررئیس غني په دوه ورځني رسمي سفر اوزبیکستان ته ولاړ

ارګ، کابل: جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې ترسرلیک لاندې بین المللي کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار اوزبیکستان ته ولاړ.
جمهوررئیس غني به په یاد کنفرانس کې پرګډون او وینا سربېره د اوزبیکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف او په کنفرانس کې د ځینو هیوادونو ګډون کوونکو استازو سره په جلا جلا کتنو کې د نوي فصل په چوکاټ کې له افغانستان سره د دوستانه او دوامداره اړیکواو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.
د هېواد جمهوررئیس سره په دی سفر کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د مالیې وزارت سرپرست محمدخالد پاینده او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس عبدالمتین بېګ ملتیا کوي.