په «مرکزي او سویلي اسیا: سیمه ایز اتصال؛ ستونزې او فرصتونه» نړیوال کنفرانس کې د جمهور رئیس غني د وینا ژباړه

په «مرکزي او سویلي اسیا: سیمه ایز اتصال؛ ستونزې او فرصتونه» نړیوال کنفرانس کې د جمهور رئیس غني د وینا ژباړه

۱۴۰۰ د چنګاښ ۲۶

تاشکند- اوزبیکستان

بسم الله الرحمن الرحیم

جمهور رئیس میرضیایف، لومړی وزیر عمران خان، ښاغلی بورېل، بېلابېلو وزیرانو، د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو مشرانو، اغلو، ښاغلو او ملګرو؛

د اتصال کلیمه په زیاتره قاموسونو کې داسې تعریفېږي: (اتصال هغه وسیله ده چې په مرسته یې انفرادي ترمینلونه، کمپيوټرونه، موبایلونه او محلي شبکې له نړیوالې شبکې سره وصلېږي.) ډيجيټلایزیشن، مصنوعي ځيرکتیا، محلي شبکې او د څلورم صنعتي انقلاب ټکنالوجۍ هغه چټکوونکي عوامل دي چې (له امله یې) ښايي ۲۰۳۰ کال د ۲۰۲۱ په پرتله ډېر زیات بدل شي. نړۍ (په دې لور) ډېره چټکه روانه ده.

لومړي، دویم او درېیم هر یو صنعتي انقلاب د سیمې، نړۍ او دولتونو ترمنځ د فضا، وخت او د قدرت د اړیکو ژور بدلوونکی و. یو لوی توپير دا دی چې یورو-اسیاقاره د دې چټکوونکو عواملو په مرکزي بستر بدله شوې او دغه عوامل د یورو-اسیا وچه له جغرافیايي مفهوم نه، په قاره يي اقتصاد بدلوي چې دا د ۲۱ مې پېړۍ یو پام وړ بدلون دی. دا روښانه ده چې د کوویډ-۱۹ ویروس د راوړو بدلونونو له امله به زموږ  ټولو په ژوند کې د سیمو او دولتونو اغېز لوړېږي.

اتصال زرګونه کاله د انسانانو ترمنځ اړیکو او د کلتورونو او تمدنونو ترمنځ رامنځته شوې شبکې ته ویل کېده. د دې شبکې په مرسته خلکو له نورو سره په همکارۍ او تقابل کې د خپل هویت د پرتلې لپاره نښې رامنځته کولې. دا چې لومړي او دویم صنعتي انقلاب د نړۍ د ډېرې برخې د تسخیرولو لپاره وسایل رامنځته کړي وو، نو په دې خاطر کلتورونه هم د تقابل ډګرونه شول. د ګډ پرمختګ امکان له څلورم صنعتي انقلاب سره رامنځته شوی او دا د اړتیا وړ چټکتیا رامنځته کولای شي، خو که زموږ سیمه په راتلونکې لسیزه کې دغه رامنځته شوی فرصت ضایع کړي، نو (زموږ او پرمختللو هیوادونو ترمنځ) شته واټن به لا ډېر زیات شي.

په دې خاطر دا وخت هم، د نورو ورته وختونو په څېر د فرصتونو، خطرونو، تلاطمونو او ګواښونو یو ترکیب دی.

له افغانستانه د متحدو ایالتونو او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته چې د سیمې هیوادونه له دې فرصتونو او ننګونو سره څه ډول چلند کوي، دا چلند د سیمه ییزې همکارۍ یا تقابل پر لیدلوري ژور اغېز کولای شي.

د جولايي له ۸مې تر ۱۵مې پورې زما یوه کاري اونۍ موږ ته د فرصتونو او ننګونو یوه کړکۍ را پرانیزي. دغه کړکۍ، په کابل او ولایتونو کې له ښځینه او نارینه هیوادوالو سره زما د کتنو له امله پيدا شوه. فرصتونه په دې ډول خلاصه کولای شوو:

لومړی، زموږ د متحده ایالتونو او ناټو شریکانو (له افغانستان تر وتلو وروسته) ډېر زیات وسایل پرېښي، د همکارۍ او ملاتړ قوي ژمنې یې کړي او (موږ سره) د راتلونکي لپاره د اړیکو نوی فصل پرانیزي. ښاغلی بوریل (د دې لپاره) له تاسې مننه کوم. زه د دې میاشتې په نهمه نېټه باګرام هوایي ډګر ته لاړم، یوازې د دې میدان ارزښت تر ۳ میلیارده ډالرو اټکل کېږي. دا په تېرو لسو کلونو کې د نړۍ یو ډېر بوخت هوايي ډګر و. موږ پلان لرو چې باګرام او نور نظامي هوایي ډګرونه، د سوداګرۍ او اتصال پر مرکز بدل کړو. په سویل کې د خوست او په شمال کې د مزارشریف په پر رونقه ښارونو کې چې ما د سفرونو پر وخت د خپلو خلکو پانګونې لیدلي، دا خلکو ته د باعزته ژوند زمینه برابروي. زموږ خلکو خپلې ټولې شتمنۍ د فقر ختمولو او د باعزته ژوند جوړولو لپاره په کار اچولې دي.

دویم، د دولت په توګه موږ د کورنیو اصلاحاتو او سیمه ییزې همکارۍ په مرسته د سولې، ثبات او هوساینې روښانه لیدلوري ته ژمن یوو. زموږ کورنيو اصلاحاتو کې د حکومت له ډيجیټل کولو نیولې، پر بودجې او عوایدو بیاکتنې، د پراختیایي پروژو تطبیق او اوبو لګولو د سیستم تر رغاولو پورې ډېر موارد راځي. زه خوښ یم چې د همدې میاشتې پر ۱۰مه نېټه مې، د خوست په نوي پرانیستل شوي هوايي ډګر کې له متحده عربي اماراتو په مستقیمه الوتنه کې راغلو د خپلو ۱۶۱ هیوادوالو هرکلی وکړ. دا زما یو ارمان و چې پوره شو. زه د جمهور رئيس میرضیایف د سیمه ییزو پروژو له بشپړ وړاندیز سره همنظره یم.

درېیم، د دولت او ملت په توګه، له طالبانو سره د شخړې سیاسي حل ته رسېدل، زموږ ملي لومړیتوب دی. د خپلواک، متحد، ولسواک، سوله ییز او متصل افغانستان هدف د سیمې او نړۍ په کچه منل شوی. موږ (د سولې لپاره) واضح نقشه لرو، خصوصاً له فارن افیرز سره زما په مرکه کې (وړاندې شوې ده). په دې نقشه کې سوله کول، د سولې حکومت جوړول او د ولس په اراده د سولې ټينګښت دی. یعنې دا چې زما د ځای ناستي لپاره به ټاکنې کېږي چې د هیواد زعامت ترلاسه کړي. موږ همدارنګه د افغانستان د دایمي بې‌طرفۍ ساتلو لپاره اجماع رامنځته کوو او په دې برخه کې ستاسې ملاتړ غواړو.

څلورم، زموږ د طبیعي شتمنیو (له کانونو، نفتو او ګازو نیولې تر د تجدید وړ حرارتي، اوبو، لمریزې او بادي انرژۍ) لپاره قانوني چاپېریال رامنځته شوی. موږ په میګاواټونو نه، بلکې په ګیګاواټونو انرژۍ غږېږو. موږ د جولايي په ۸مه نېټه، د کانونو د قراردادونو یوه لړۍ اعلان کړه او د همدې میاشت په ۱۰مه مو تر سلو د ډېرو رغنیزو تړونونو تدارکاتي پروسه نهايي کړه.

پنځم، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مشروع او د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ حکومت په توګه او همدارنګه د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه، قوي ولسي ملاتړ لري. د ټکنالوژۍ په برکت مې په ټول هیواد کې، هر ساعت له والیانو او امنیتي او دفاعی مسوولینو سره خبرې کړي چې پر خپلو ځواکونو تمرکز او د لګښتونو د کمولو او موثریت اقدام وکړو. دا د خوښۍ ځای دی چې زموږ د ځواکونو په  لیکو کې د داوطلبانه جلب و جذب کچه لوړه ده.  

ګواښونه ځان څنګه را څرګندوي؟

لومړی، په داسې حال کې چې د کوویډ-۱۹ وبا زموږ ژوند ګواښي او وچکالۍ مو معیشت له ګواښ سره مخ کړی، طالبانو هم په ټول هیواد کې د ویجاړونکو بریدونو څپه را پيل کړې ده. دوی (طالبانو) له متحدو ایالتونو سره د سیاسي حل لارې خپلولو د ژمنې پر خلاف، چې په لړ کې یې د نړیوالې ټولنې او لویې جرګې په غوښتنه ۵۰۰۰ بندیان آزاد شول؛ له هغو بندیانو د دې بریدونو د لښکر په توګه کار واخیست. له ۵۰ ډېر لوی قاچاقبران چې د نړیوالې ټولنې په غوښتنه آزاد شول، هغوی دغو بریدونو ته مالي ملاتړ برابروي.

دویم، د عامه شتمنیو تخریب؛ د ۲۶۰ ودانیو ویجاړول او په سیستماتیک ډول یې په نښه کول او له منځه وړل د هغوی (طالبانو) د تخریب ښکاره نښه ده. موټر بمونه، د سړک غاړې ماینونه، هدفي وژنې، د ټولنې د رهبرۍ په کچه د ښځو ترور او د جنګي اسیرانو بې محکمې او خپلسری اعدام د دوی موخې جوړوي. د دوی (طالبانو) دې اقداماتو سلګونه زره خلک ښارونو او امن ولایاتونو ته په ورتللومجبور کړي دي. طالبان یوازې تسلیمي غواړي.

درېیم، استخباراتي اټکلونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستان او نورو ځایونو ۱۰ زره جهادي جنګیالي راغلي او تر پولو هاخوا ترهګریزو سازمانونو ملاتړ لري . د معتبرو نړیوالو سازمانونو څارونکي پر دې نظر توافق لري چې طالبانو له ترهګرو سازمانونو سره د اړیکو پرې کولو لپاره هېڅ نه دي کړي.

څلورم، هغوی (طالبانو) د خپل سیاسي دفتر د اعلامیي خلاف چې په کې یې ویلي وو؛ په ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو به بریدونه نه کوی؛ خپل بریدونه زیات کړل او هڅه کوي ښارونه په لوږې او قحطۍ کې ډوب کړي.

پنځم، د لومړي وزیر عمران خان او د دوی د جنرالانو د هغه ډاډ خلاف چې ویل یې د طالبانو له لوري د افغانستان اشغال د پاکستان په ګټه نه دی او پر طالبانو د نفوذ د قوت په مرسته یې د خبرو اترو مېز ته راولي؛ خو کومې شبکې او سازمانونه چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره ډول د افغانستان د شتمنیو او د افغانانو د وړتیاو د تخریب هرکلی او ستاینه کوي.

دا وضعیت د افغانستان ولس، دولت او زموږ سیمه ییزو شریکانو ته په څه معنی دی؟

موږ د افغانستان ولس او حکومت په اوسني حالت بشپړ تمرکز لرو او ژمن یوو چې د ملت او دولت په حیث خپله بقا تأمین کړو. د خدای (ج) په اراده او د وطندوستۍ قوي حس په اتکا سره، دا باور لرو چې ننګونې په فرصت بدلولای شوو. موږ پر خپلو ځواکونو د تمرکز او د مصارفو کمولو او موثریت پر اساس طالبانو او د هغوی ملاتړو سره تر هغه وخته مقابلې ته چمتو یوو چې هغوی درک کړي او پوه شي چې سیاسي حل، یوازینۍ لار ده.

له الجزایر، عراق، لبنان، سوریې، یمن او نورو هیوادونو زده شویو درسونو ته په کتو، په دې هیله یوو چې یوې مطلقې جګړې ته د ورتللو مخه ونیسو. په همدې خاطر پر طالبانو غږ کوو چې له دولت سره یوځای شي او اوسنۍ جګړې او ویجاړونکو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. همدارنګه له پاکستانه هم غواړو چې له خپل نفوذ او فشار څخه د سولې کولو او د دښمنۍ ختمولو لپاره کار واخلي.

طالبانو سره د توپير ښودلو لپاره به موږ په دولت جوړونه، مارکېټ جوړونه او د سولې په اعمار کې خپل اصلاحات ګړندي کړو. موږ نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته ژمن یوو او خپل ملي غبرګون به د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر رهبرۍ لاندې بسیج کړو. د ننني کنفرانس له موضوع سره سم به موږ هم په سافټویر او هم په هارډویر بڼه اړیکو کې، پر سیمه ییز اتصال او د هغو قوانینو پر تطبیق اجماع رامنځته کولو لپاره هلې ځلې چټکې کړو، چې د سیمه ییز اتصال د پروژو او برنامو د چټک ډيزاین او تطبیق لپاره اړین دي.

له سیمې غواړو استعجالیت درک کړي. اخیستل شوي سبقونه ډېر واضح دي: له سیمه ییزې اجماع او ملاتړ پرته سوله نه راځي. هیله ده افغانستان ته د اسیا د بالقوه څلورلارې له لیدلوري وګورئ. موږ زرګونه کاله د تمدنونو، کلتورونو، توکو، مفکورو او خلکو د لېږد مرکز پاتې شوي یوو.

موږ له تاسې خواخوږي نه غواړو، بلکې ستاسې په خپلو هیوادونو کې د ثبات او سوکالۍ په راتګ او له موږ سره د ګډو ګټو لپاره په میکانیزم کې ستاسې د خپلو ګټو تعریف غواړو. د سیمه ییز اتصال منل او د ګړنګ له غاړې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو د راستنولو لپاره د سیاسي لارې ملاتړ، د ټولو په ګټه دی.

جنګ ته د افغانستان ورتګ، شدید تلاطم ته د سیمې د وړلو په معنی دی، نو د سیمه ییزې ګټې د لیدلوري پر اساس باید پاکستان سملاسي او منسجمه همکاري وکړي.

د افغانستان ولس ماته دا ویاړ راکړی چې د هغوی خدمتګار واوسم. هغوی په دې تمه دي چې زه یې په ویاړ او منطق استازولي وکړم. دا هغه ویاړلی ولس دی چې تل یې د له منځه تللو او نږدې فاجعې د راتللو په اړه د استعمارګرو مقاماتو، جنرالانو او مفکرینو اټکلونه ناسم ثابت کړي.  اجازه راکړئ یوه خبره په واضح ډول وکړم: سره له دې چې زموږ ولس او دولت زما په رهبرۍ سولې ته ژمن دي، خو زموږ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د خاورې او ولس د دفاع سپېڅلې دندې ته دوام ورکوي… ځکه د آبادۍ ونه بالاخره د وطنپالو په وینو پايي!

مننه