ملي شورا او ولایتي شورا کې د هرات د خلکو استازو سره د جمهوررئیس کتنه

ملي شورا او ولایتي شورا کې د هرات د خلکو استازو سره د جمهوررئیس کتنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر په جریان کې، په ملي شورا او ولایتي شورا کې د هرات د خلکو استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې وشوه، لومړی هغوی جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هرات ولایت د عمومي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او په مختلفو برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
یادو استازو له امنیتي او دفاعي ځواکونو او جمهوري نظام ملاتړ وکړ وې ویل، له ولسي پاڅونونو څخه دې د امنیتي او دفاعي ارګانونو په چوکاټ کې ملاتړ وشي. همداراز یې له دښمن سره د مبارزې لپاره خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
جمهوررئیس غني د یادو استازو د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، هرات زموږ لپاره لومړیتوب لري او په دې ولایت کې ښه پانګونه شوې او د وضعیت د ښه والي لپاره به لا نور اقدامات هم وشي.
جمهوررئیس په ملي شورا او ولایتي شورا کې د هرات د خلکو استازو څخه وغوښتل چې د لا ښه والي لپاره خپلې طرحې او وړاندیزونه جمهوري ریاست سره شریک کړي.