هرات ولایت کې له مېشتو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره د جمهوررئیس کتنه

هرات ولایت کې له مېشتو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره د جمهوررئیس کتنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته پخپل سفر کې نن ماسپښین په دې ولایت کې له مېشتو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره د ۲۰۷ ظفر قول اردو جامع جومات کې وکتل. په دې کتنه کې هغوی جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ژمنه وکړه چې د خپلې ویني تر وروستي څاڅکي له دښمن سره جنګېږي او د هیواد او خلکو ساتنه کوي. افسرانو، بریدملانو او سرتېرو د چارو د ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک او څرګنده یې کړه، موږ له خپل تاریخ څخه خبر یوو او جمهوریت موږ ته ارزښتناک دی. یادو منسوبینو وویل، تر وروستۍ سلګۍ پورې له ازادۍ او نظام څخه دفاع کوو، دښمن ښه پېژنو او اجازه نه ورکوو چې زموږ ازادي او عزت سلب کړي.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، هرات په تېرو شپږو پېړیو کې اته ځله تخریب او هر ځل بېرته راپورته شوی دی. هغه زیاته کړه، طالبانو له افغانانو سره جګړه بایللې او د اسلامي نړۍ ټولو علماوو دغه جګړه نامشروع بللې ده. جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ یو زر جوماتونه جوړ کړل، خو طالبانو ۴۳ جوماتونه شهیدان کړل. جمهوررئیس وویل، هرات د اتلانو خاوره ده، ستاسو وینه د اتلانو وینه ده او هر سرتېری او افسر چې اتلولي او سرښندنه وښیي، رتبه به یې لوړه او وبه ستایل شي.

د دې کتنې په پای کې جمهوررئیس او ورسره پلاوي د ماسپښین لمونځ له افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره یو ځای د ۲۰۷ ظفر قول اردو په جامع جومات کې ادا او د جګړې د پایته رسېدو او د افغانانو د هوساینې لپاره یې دعا وکړه.