د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ د امنیتي غونډې جوړېدل

د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ د امنیتي غونډې جوړېدل

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په مشرۍ په امنیتي غونډه کې د هیواد په عمومي امنیتي وضعیت او په امن فضا کې د لوی اختر مراسمو لپاره پر ځانګړو تدابیرو بحث وشو. په پیل کې، د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو په مرکز او ولایتونو کې د لوی اختر مراسمو او د خلکو د امنیت تامین لپاره د خپل تیاري راپور او برنامې شریکې کړې. د ملي امنیت سلاکار په امن فضا کې د لوی اختر مراسمو د نمانځلو لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او خلکو ته یې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ.