د هرات ولایت له علمای کرامو، متنفذینو، ښځو او د مدني ټولنو استازو سره د جمهوررئیس کتنه

د هرات ولایت له علمای کرامو، متنفذینو، ښځو او د مدني ټولنو استازو سره د جمهوررئیس کتنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر په جریان کې نن مازدیګر د علمای کرامو، قومي متنفذینو، ښځو او مدني ټولنو استازو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې وشوه او د جمهوري ریاست لومړي مرستیال هم حضور درلود، د هرات د حج او اوقافو رئیس، د ولایتي شورا رئیس او د ښځو او مدني ټولنو استازو هرات ته د جمهوررئیس له پاملرنې د مننې ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هرات ولایت ته د جمهوررئیس د ځانګړې پاملرنې ترڅنګ له خلکو او په ملي شورا کې د هرات ولایت له استازو وغوښتل چې خپل یووالی وساتي، د هرات پور ادا کړي او اوسنی وضعیت به په لا ښه ډول مدیریت شي.
جمهوررئیس د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د هراتیانو د زړورتیا او سرښندنو ستاینه وکړه وې ویل، نن تر بل هر وخت لا زیات انسجام ته اړتیا ده او زموږ پیوستون ملي او اسلامي دی.
جمهوررئیس په هرات ولایت کې د حکومتولۍ ښه کېدو ته په اشارې وویل، خلکو ته د حساب ورکولو پروسه به سرعت ومومي او هرات ولایت ته پاملرنه د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، په ګمرکونو کې د فساد لمنځه وړو او پراخو اصلاحاتو عملي کولو لپاره ځانګړي پلانونه تطبیقېږي.