د هرات والي او وکيلانو سره د جمهوررئیس کتنه

د هرات والي او وکيلانو سره د جمهوررئیس کتنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني هرات ولايت ته د خپل سفر په جریان کې نن مازديګر د هرات والي او يو شمېر وکيلانو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د هرات په ولايت مقام کې وشوه او د جمهوري ریاست لومړي مرستیال هم حضور درلود، په پيل کې د هرات والي د خپلو کړنو راپور جمهور رئیس سره شريک کړ.


وروسته د هرات د وکيلانو په استازيتوب قاضي نذير احمد حنفي د ياد ولايت د وضعيت ښه کېدو لپاره د خلکو غوښتنې مطرح کړې.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو او وړانديزونو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې په هرات ولايت کې به لا زياته پانګونه وشي او ټینګار يې وکړ چې د افغانستان د ښاري بيارغاونې په پلان کې هرات لومړيتوب لري.