افغان هندوانو او سکانو سره د جمهوررئیس د اختر مبارکي

افغان هندوانو او سکانو سره د جمهوررئیس  د اختر مبارکي

جمهوررئیس محمداشرف غني نن د نېکمرغه لوی اختر د لمانځه تر ادا کولو وروسته له افغان هندوانو او سکانو سره وکتل او له دوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وکړه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه په پیل کې سناتورې انارکلي هنریار وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ ویاړ دي او موږ د وسله وال پوځ او جمهوري نظام د ملاتړ په خاطر هیڅ راز هڅې نه سپموو.

اغلې هنریار په ملي مسایلو کې د مېړانې او زړروتیا او د افغان هندوانو او سکانو د اماکنو جوړولو ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه وې ویل، دغه زړورتیا موږ ته روحیه راکوي.

جمهوررئیس غني وویل، د افغان هندوانو او سکانو په اړه زموږ دریځ له اساسي قانون سرچینه اخلي او زموږ پر وړاندې د دوی مقام لوړ او ارزښتمن دی.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې اوس په ځانګړو شرایطو کې قرار لرو وویل، له وطن څخه د دفاع لپاره سرتاسري مقاومت او بسیج رامنځته شوی او نن باید د یوه بل ترڅنګ په متحد ډول د دښمن پر ضد مبارزه وکړو.