د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره د جمهوررئیس اختر مبارکي

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره د جمهوررئیس اختر مبارکي

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په جلا ټلیفوني اړیکو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو شمېر شهیدانو او ټپیانو کورنیو د احوال پوښتلو ترڅنګ دوی ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله.

په دغو ټلیفوني اړیکو کې جمهوررئیس یو ځل بیا دوی ته تسلیت او شهیدانو ته د فردوس جنت د دعا پر مهال وویل، حکومت د شهیدانو کورنیو ته د رسېدګۍ او د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو د درملنې په خاطر له ټولو امکاناتو استفاده کوي.

په پای کې د شهیدانو او ټپیانو ورثې د جمهوررئیس د ټلیفوني تماس او خواخوږۍ د مننې ترڅنګ نوموړي او د هیواد اتلو او زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله.