جمهوررئیس ځانګړو ځواکونو ته: پخپله مېړانه مو د دښمن ملا ماته کړې

جمهوررئیس ځانګړو ځواکونو ته: پخپله مېړانه مو د دښمن ملا ماته کړې

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ځانګړو عملیاتو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال د اختر مبارکۍ ترڅنګ د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې بريدمل شېراجان او بريدمل محمد عمر د نورو په استازيتوب خبرې وکړې وې ویل، ځانګړي ځواکونه عالي انګېزه، مورال او ظرفیت لري او په هر ډول شرایطو کې د نظام، جمهوریت، هیواد او ولس څخه دفاع کولی شي.

دوی وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې یې ساتنه زموږ ملي وجیبه او دنده ده.

جمهوررئیس د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل، ستاسو په سرښندنو او زړورتیا ویاړم او پخپله مېړانه مو د دښمن ملا ماته کړې ده.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د طالبانو جګړه دیني او ملي مشروعیت نه لري او له دریو تر شپږو میاشتو زموږ ټول تمرکز د اوسني وضعیت په مدیریت دی او د ځانګړو پلانونو او برنامو پر اساس به لا زیات مثبت بدلون ومومي. 

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارله چې د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې وڅېړي او په اړه یې لازم اقدامات وکړي. #‎