جمهور رئيس غني د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو له پوځ سره وکتل

جمهور رئيس غني د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو له پوځ سره وکتل

د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۱۴ مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار په داسې حال کې چې د دفاع سرپرست وزير سترجنرال بسم الله محمدي او لوی درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي هم حضور درلود، د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو د فرقې له پوځ سره د ریشخور په سیمه کې وکتل.

جمهور رئيس، له دغو کومانډو پوځ سره د اختر مبارکۍ پر مهال د مننې په ترڅ کې وویل چې دوی د افغانستان د ویاړ وړ دي، چې په ډېرو سختو حالاتو کې يې د افغانستان ساتنه کړې ده.

په دغه کتنه کې جمهور رئیس کومانډو پوځ ته د ستونزو د حل او د اوصولو په پام کې ساتلو لپاره لازم اړین هدایات ورکړل.

جمهور رئيس غني وویل چې له دې وروسته هېڅ قول اردو اجازه نه لري چې د کوماندو د خاصې فرقې پوځ له خپلې ټاکلې مودې ډېره په سیمه کې وساتي او ستاسو څخه به د یوې پیاده قوې په توګه کار نه اخیستل کيږي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې د بریدملانو د پرمختګ لپاره هغه مقرره باید ژر ترژره ترتیب شي چې دوی ته د افسر کېدو زمینه برابروي، همداراز هغه سرتېري چې په رضاکارانه توګه يې په کوماندو پوځ کې برخه اخیستې ده، د دولت لخوا به د مننې وړ وګرځي او خاص امتیازات چې په همدې برخه کې دي، ژر ترژره دوی ته هم ورکړل شي.

جمهور رئيس غني په خپلو خبرو کې روان کال یو خاص کال وباله او دا يې وویل چې په دغه کال کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو بهير پای ته رسيږي او هغه وخت به افغان ځواکونه سل په سلو کې د دغې خاورې د ساتنې مسوولیت لري.

اشرف غني د افغانستان پوځ ته دا ډاډ هم ورکړ چې په بریالۍ توګه د دندې له سرته رسولو سره سم به هغوی ته د دوی د خوښې وړ مډالونه ورکړي.

جمهور رئيس د تل پاتې سولې د عملي کولو په اړه وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به د دغې خاورې د هر ماشوم او مېرمنې له حقونو څخه دفاع کوي.

جمهور رئیس غني د افغانستان د ملي اردو پوځ ته د امنیتي قرارداد د محتوا د ساتلو په اړه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ځواکونو ټول امکانات به برابروي او هغو ستونزو ته به د حل لاره ومومي چې په هوايي او نورو برخو کې موجودې دي.