اصلي پاڼه / ملي امنیت شورا

ملي امنیت شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې...

تاریخ نشر: ۰۷ - وږي - ۱۳۹۶

د ملي امنیت شورا غونډې نن مازدیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې د جوزجان، فاریاب، سرپل، ننګرهار، لغمان، زابل، ارزګان، کندهار او هلمند ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه. په دې غونډه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستایل شوې او همدارنګه د هېواد د دفاع او د افغانستان د دښمنانو د ځپلو په خاطر د...

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

تاریخ نشر: ۲۳ - غبرګولې - ۱۳۹۶

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه. لومړی د هېواد اونیز امنیتي وضعیت وارزول شو او بیا د هېواد دعمومي امنیتي وضعیت د ښه‌والي او د امنیتي ګواښونو د دفع کولو په خاطر لازم هدایات ورکول شول. ورپسې غونډې په پروان او د هېواد نورو ولایتونو کې د توقیف خونو وضعیت و...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه...

تاریخ نشر: ۱۴ - غبرګولې - ۱۳۹۶

د ملي امنیت شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د جنازې پر مراسمو د پرونۍ تروریستي پېښې برید وارزول شو او یاده پېښه په سختو ټکو وغندل شوه. په غونډه کې ټینګار وشو، چې  د شهیدانو کورنیو ته  رسېدنه وشي او د ټپیانو د درملنې په برخه کې...

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

تاریخ نشر: ۱۲ - غويي - ۱۳۹۶

د ملي امنیت شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هلمند، بدخشان، ننګرهار، ارزګان، کندهار، غور، فاریاب، بغلان او کندز ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه هر اړخیز او مفصل راپور وړاندې کړ. ملي امنیت شورا د هېواد د اونیز امنیتي راپور له اورېدو، تحلیل او...

 د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه...

تاریخ نشر: ۰۵ - غويي - ۱۳۹۶

د ملي امنیت شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو په پیل کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د شهیدانو اروا ته دعا وکړه او دا تروریستي پېښه یې په سختو ټکو وغندله. ملي امنیت شورا د مسوولینو بې غوري د اندېښنې وړ وبلله او یادو مسوولینو سره د قانوني چلند، د...

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

تاریخ نشر: ۲۲ - وري - ۱۳۹۶

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن مازیګر په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه. ملي امنیت شورا درنو جرمونو سره د مبارزې د عمومي ریاست پر کارکوونکو تروریستي برید، چې له امله یې د دغې ادارې دوه تنه منسوبین شهیدان شول په کلکو ټکو وغانده او د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه عمل یې له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو...

ملي امنیت شورا د جمهوررئیس غني په مشرۍ غونډه وکړه

تاریخ نشر: ۱۰ - وري - ۱۳۹۶

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ملي امنیت شورا نن ماسپښین په ارګ کې غونډه وکړه. په دغه غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هلمند، روزګان، کندز، فراه، بغلان، فاریاب او کنړ ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو زړه‌ورتیا، درایت او وړتیا یې وستایله او دښمن سره په مبارزه کې یې د...

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وکړه

تاریخ نشر: ۱۰ - کب - ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ملي امنیت شورا نن ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.   په پیل کې د هېواد اونیز امنیتي وضعیت و ارزول شو او جمهوررئیس د دفاعي او امنیتي سکتور د راپور اورېدو تر څنګ د هېواد د زړه ورو ځواکونو میړانه او استقامت  وستایه او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه یې د خلکو او هېواد رېښتني اتلان وبلل.    جمهور رئیس...

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

تاریخ نشر: ۰۳ - کب - ۱۳۹۵

۱۳۹۵کال د کب ۳  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن مازیګر په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه.  په دغه غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هلمند، ننګرهار، روزګان، فراه، کندهار، غور، فاریاب، بادغیس او کندز ولایتونو په اړه راپور وړاندې کړ. ملي امنیت شورا د امنیتي تهدیداتو له هر...

ملي امنیت شورا د جمهوررئیس غني په مشرۍ غونډه وکړه

تاریخ نشر: ۲۷ - سلواغه - ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه. غونډې د خلکو د امنیت او سوکالۍ دښمنانو پر وړاندې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د سرښندنو او  اتلولیو څخه د مننې او ستاینې تر څنګ د هلمند، کندز، بغلان، ننګرهار، روزګان او نورو ولایتونو د اونیز وضعیت په ارزونې سره د دښمنانو د نابودولو په...