په ایران او عراق کې د زلزلې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په ایران او عراق کې په وروستۍ زلزله چې د یادو هېوادونو خلکو ته یې د سر او مال تاوانونه اړولي، خواشینی شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب د خپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب د ایران او عراق دولتونو او خلکو ته څرګندوي او د قربانیانو کورنیو ته د خدای تعالی په دربار کې د صبر اوټپیانو ته د ښې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0