د ملي امنیت شورا غونډې د سولې مشورتي لویې جرګې د موادو او پرېکړو د تطبیق په اړه خبرې وکړې

د ملي امنیت شورا غونډې د سولې مشورتي لویې جرګې د موادو او پرېکړو د تطبیق په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې د سولې مشورتي لویې جرګې د موادو او پرېکړو د تطبیق په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل او په دې اړه یې لازم تصمیمونه ونیول.

په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او د عمومي امنیتي وضعیت د ښه والي او د دښمن د تهدیدونو د دفعه کولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

وروسته د کابل ښار د امنیت په ځانګړي ډول له چسپکي ماینونو څخه د تروریستانو د استفادې په اړه بحث وشو او غونډې کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه لازم تدابیر ونیسي.

په همدې ډول غونډې د نېکمرغه کوچني اختر  په ورځو کې د امنیت د تامین په اړه بحث وکړ او په دې بختورو ورځو کې د هیوادوالو د لا ښه امنیت د تامین په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وشوې.