جمهوررئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي سره وکتل

جمهوررئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي سره وکتل

 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکوز پوټزل سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي جمهوررئیس غني ته دوحې ته د خپل سفر او په نږدې راتلونکي کې بین الافغاني دیالوګ ته د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل.  

جمهوررئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي څخه په مننې وویل، د افغانستان حکومت په دې برخه کې همکار دی، ځکه زموږ اساسي موخه په هېواد کې د تلپاتې سولې تامین دی او د افغانستان دولت به په هرګام کې د دې پروسې اصلي ممد وي.#