جمهور رئیس غني په یو ورځني رسمي سفر ترکمنستان ته لاړ

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو ورځني رسمي سفر نن سهار د ترکمنستان پلازمېنې  عشق اباد ته روان شو.

د هېواد جمهور رئیس به  په دې سفر کې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف او د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان سره پر جلا کتنو سربېره د اسیایي لوبو د رسمي پرانیستې مراسمو کې هم  ګډون وکړي.

جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر، په سوداګریزو چارو کې د جمهور رئیس سلاکار سیروس علاف او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د ستراتيژیکو چارو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري هم ملتیا کوي .

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0