د کابل ښارشپاړسمه ناحیه کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د ارامۍ او پرمختګ دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام، نن د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړل.

 جمهور رئیس غني د دې جنایتکاره عمل د سخت غندلو پرمهال وویل: د افغانستان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر اساس د سولې پروګرام پرمخ وړي، خو طالبانو د دې وحشي برید په ترسره کولو سره یو وار بیا د جګړې د دوام او پر ملکي وګړو د بریدپه اړه خپل شوم نیت وښوده.

   جمهور رئیس وویل، پاکستان ته په خپل وروستي سفر کې یې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت او د جګړې په پایته رسولو کې د هغه هېواد پر همکاري ټینګار  وکړ او څرګنده یې کړه، چې د پاکستان اوطالبانو خپلمنځي اړیکو څخه باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره استفاده وشي.

جمهور رئیس ټینګار وکړ، تروریستي ډلې به له غیر مشروع او انساني ضد لارو څخه په استفادې شومو موخوته ونه رسېږي او د هېواد وسله‌وال ځواکونه به په هر ځای کې دا ورانکاري عناصر وځپي.

جمهور رئیس د دې دردناکې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواشیني او همدردي څرګندوي او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې ټپیانو ته د عاجلې رسېدنې لپاره، له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.#