پر سعودي عربستان د توغندیزو بریدونو د غندلو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: دافغانستان اسلامي جمهوریت د پلازمېنې ریاض په ګډون د سعودي عربستان په ځینو نورو ښارونو د حوثي یاغیانو توغندیز بریدونه په سختو ټکو غندي او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل یې بولي.

د افغانستان خلک چې د څلورو لسیزو جګړو ترخې خاطرې لري او لا هم د تروریزم له تهدید څخه ځورېږي، نو له همدې امله د افراطیت، ترهګرۍ او تاوتریخوالي څخه د ډکو کړنو له امله امنیت، ثبات او د خلکو ژوند ته ورپېښې ستونزې تر بل هر چا په ښه توګه درک کوي.

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د سعودي عربستان دولت او خلکو ته د خواخوږۍ او یووالي مراتب وړاندې کوي او  له افراطیت او تاوتریخوالي ډکې کړنې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه بولي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0