له یو میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د ۲۱ تدارکاتي موضوګانو منظوري

له یو میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د ۲۱ تدارکاتي موضوګانو منظوري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ  د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

 په دغه غونډه کې  ۲۱ تدارکاتي موضوګانې وارزول شوې چې په پاېله کې له ۱،۱ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټولې منظور شوې.

دغه راز  ملي تدارکاتو ادارې  د ملي انکشاف عملیاتي او ملاتړې ادارې اړوند د دارالامان او تاج بېګ ماڼیو د اساسي ترمیماتو پروژو د قراردادونو د مودې غځول، د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ برېښنایي مېټرونو د تدارک او نصبولو او ترانسپورټ وزارت له لوري ښرنې څخه تر انګور اډې پورې د سړک جوړول، منظور کړل.

د اجنډا مطابق په دې غونډه کې د مخکېنیو فیصلو او راپورونو پر تحقق بحث وشو چې په پایله کې منظور شول.

جمهوررئیس غني د قراردادي شرکتونو د پانګونې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو فیصلو د تحقق پر راپور د بحث پر مهال اړوندو وزارتونو ته لارښوونه وکړه، که قراردادي شرکتونه د پروژو په عملي کولو کې پانګونه ونه کړي، د بل ځل لپاره دې هیڅ تړون ورسره نه کېږي.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې پر غړو او مسوولینو سربېره، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، سیګار  او غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.#