د مولوي شبير احمد کاموال د شهادت په اړه د جمهوررئیس د ډاډګېرنې پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د خلکو قسم خوړلو دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام د امن او سلامتۍ په دې مبارکه میاشت کې نن یو ځل بیا په کابل ښار کې د هیواد جید دیني عالم مولوي شبير احمد کاموال شهید کړ.

انالله و انا الیه راجعون

ارواښاد مولوي شبیر احمد کاموال د هېواد پیاوړی دیني او علمي شخصیت وو چې خپل عمر یې په هېواد کې د سولې او ورګلوۍ او  د ټولنې په خدمت کې تېر کړ. د نوموړي شهادت د هیواد او هیوادوالو لپاره لویه ضایعه بولم او اړوندو امنیتي ارګانونو ته د یادې پېښې د هراړخیزې څېړنې ترڅنګ، قانون ته د هغې د عاملینو د ژر سپارلو لارښوونه کوم.

د ارواښاد مولوي شبیراحمد کاموال د شهادت په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، همکارانو او ټولو وطنوالوته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوم او د خدای تعالی په دربار  کې مرحوم ته د فردوس جنت دعا، خپلوانو او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هېله کوم.

آمین یارب العالمین

محمد اشرف غنی

دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهور رئیس