پر سعودي عربستان د راکټي برید په هکله مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض د حوثي یاغیانود راکټي برید په اړه خواشیني څرګندوي.

افراطیت، ترهګري او له تاوتریخوالي ډکې کړنې نه یوازې د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې برعکس د ستونزو د زیاتوالي ترڅنګ د هېوادونو او ملتونو امنیت، ثبات او مناسبات تهدیدوي.

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت پر سعودي عربستان د راکټي برید له امله خواشینی او  پر دې باور دی چې له افراطیت، تاوتریخوالي او ترهګرۍ څخه د فشار د وسیلې په توګه  استفاده په هیڅ ډول د توجیه وړ نه ده.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0