جمهوررئیس غني د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړ

ارګ،کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ  د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د ګډون په موخه د ترکیې استانبول ښار ته ولاړ.

جمهوررئیس غني به په یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ، سبا ته په خپله وینا کې د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال په اړه  د افغانستان د حکومت او خلکو لیدلوری او اندېښنه بیان کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د جمهوري ریاست د عالي مقام سلاکار فضل محمود فضلي او د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي#.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0