د میلاد النبي (ص) د نمانځنې په مراسمو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

د میلاد النبي (ص) د نمانځنې په مراسمو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

 اعوذ بالله من الشیطن الرجیم

 بسم الله الرحمن الرحیم

 برادر عالیقدر استاد دانش، جناب احمدزی صاحب و تمام اعضای شورای ملی افغانستان، اعضای محترم کابینه، جناب کشاف صاحب، تمام اعضای شورای عالی علمای افغانستان، علمای کرام افغانستان، خواهرگرامی ملکه استاد محترم ما، وزیر صاحب محترم امورزنان، وزیرصاحب محترم مبارزه با مواد مخدر، همه خواهران و برادران.

 السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته

قال الله تعالی: (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي). سوره مائده: آیه ۳

همه چیز در قرآن مجید گنجانیده شده، سالروز میلاد با برکت پیامبر بزرگ‌ اسلام، حضرت خاتم‌النبیین را به همۀ هموطنان مسلمان و متدین کشور تبریک می­گویم و به روح پر فتوح آن حضرت صلی الله علیه  وآله وسلم درود می‌فرستم.

تجلیل شایسته از این مناسبت خجسته به مثابۀ تجدید پیمان با راه و روشی است که از آن رهبر بشریت به ما به میراث مانده ‌است و استاد دانش ابعاد مختلف این را به صورت اساسی توضیح دادند که با آن، من مطلقا موافق هستم. پیروی راستین از او در پی‌بردن و دنبال‌کردن اهداف بلند رسالت او نهفته است، همان اهداف بلندی که سبب استقبال ملت‌ها از اسلام و جهانی‌شدن این دین مبین گردید.

 علمای به این نظر هستند که در قرآن شریف ذکر کلمۀ محمد تنها چهاربار آمده است، درحالی که ذکر کلمۀ پیامبر صدها بار آمده است. بنابر این، تمرکز قرآن شریف روی نوع رسالت و پیام حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم به تمام عالم بشریت بود.

یکی از اهدافی که در قرآن مجید برای رسالت پیامبر گرامی اسلام ذکر شده‌است رهایی از عداوت­ها و برقراری اخوت و برادری است. او آمد تا کینه، دشمنی، برادرکشی، تجاوز، ستم و خونریزی و تبعیض به‌پایان برسد و جایش را محبت، همبستگی، تعاون، ایثار، فداکاری، از خودگذری، و دیگر فضایل و مکارم اخلاقی بگیرد.

 موږ په داسې حال کې د خپل ګران پیغمبر مبارک میلاد لمانځو چې اسلامي نړۍ له لویې فتنې سره لاس و ګریوان ده. په افغانستان کې، په حرمینِ شرفین کې، په مصر، مالیزیا، اندونیزیا کې او نورو اسلامي هیوادونو کې جید علما په دې باره کې اجماع لري چې د اسلامي هیوادونو، دارالکفر بلل او په اسلامي هیوادونو کې بغاوتونه کول او ګډوډي رامنځ ته کول، لویه فتنه ده.

د باغیانو اعمال، د مسلمانانو له وژلو او د اسلامي هیوادونو له تخریب څخه پرته بل کوم اصلي مقصد او کومه نتیجه نلري.

 له نبوي سیرت او سنت سره تعهد له موږ ټولو او خصوصا له علماوو څخه غواړي چې په هر اسلامي هیواد کې د خونکارانو د فتنې په مقابل کې په یوه غږ او په اتفاق سره اواز اوچت کړو، لکه چې زموږ د علماو شورا همېشه اواز اوچت کړی او زه مننه ورڅخه کوم.

موږ په افتخار سره وایوو چې د افغانستان اساسي قانون د اسلامي ارزښتونو له نظره، د اسلامي دنیا له بهترینو قوانینو څخه دی.

هموطنان گرامی، علمای گرامی و مهمانان عزیز ما به شمول سفرای محترم ممالک همجوار و سفیر محترم ایران.

مطالعۀ سیرت نبوی، تعمق در لابلای صفحات درخشان تاریخ اسلام، آگاهی از دست‌آوردهای تمدن مسلمانان، و بررسی ابعاد مختلف فرهنگ اسلامی، از عواملی هستند که خودباوری را در میان ما تقویت می‌کنند. جوامع ما از آن مرحله گذشته‌اند که در اثر کمبود آگاهی در بارۀ مفاخر تاریخی و تمدنی خود احساس کمبودی می‌کردند. اعتراف می کنم یکصد و پنچاه سال پیش، دوصد سال پیش عقدۀ حقارت داشتیم، فکر می کردیم که کلید همه‌چیز درتمدن غربی است، اینطور نیست و در نتیجۀ این احساس کمبودی، یا دچار خودباختگی شده و گذشتۀ خود را انکار می‌نمودند و یا در برابر دست‌آوردهای عصر حاضر موقف دفاعی و گاه خصمانه می‌گرفتند.

امروزه معلومات و دانش کافی در بارۀ نقش اثرگذار تمدن اسلامی در سیر کلی تمدن بشری وجود دارد. از این رو لازم است که نسل جوان ما به این ریشه‌ها برگردند و اصالت خود را حفظ نمایند. مولانا چه خوش گفت:

 هرکسی کو دورماند از اصل خویش

بازجوید روزگار وصل خویش

ما از طریق افزودن بر دانش خود می‌توانیم هویت دینی خود را استوارتر گردانیم. هویت دینی به‌هیچ صورت به معنای تضاد و ستیزه با جهان نیست. خلوت در انجمن همیشه یکی از عناصر بزرگ فرهنگ عرفانی ما بود برعکس، ما نیاز داریم که با دیگران وارد گفت‌وگو شویم، و این گفت‌وگو باید در دو سطح صورت گیرد، یکی گفت‌وگوی درون تمدنی و دیگری گفت‌وگوی برون تمدنی، که هر کدام منطق خاص خود را دارد.

در سطح درون تمدنی کاملا طبیعی است که مذاهب، مکاتب و نحله‌های دینی مختلف داشته‌باشیم و هر کدام از زاویه‌ی به مطالعۀ اسلام پرداخته و به تفسیری از آن دست یابد. ما می‌توانیم با ادامه‌دادن این گفت‌وگو غنای تمدن اسلامی را چند برابر گردانیم.

در مسیر بازگشت به ریشه‌ها و وصل‌شدن به هویت بزرگ تمدنی خود، باید نقش اساسی علمای کرام را از یاد نبریم.علمای کرام نقطۀ وصل ما با گذشتۀ فرهنگی ما هستند و از همین‌رو باید نقش ایشان در عرصه‌های مختلف جامعه افزایش یابد، خصوصا در عرصۀ تعلیم. مساجد ما باید علاوه بر نقش عبادی، نقش علمی و تعلیمی خود را بازیابند و باید ارتباط مستقیمی میان مساجد و معارف برقرار باشد.

همچنان، باید نقش برجستۀ زن در تاریخ اسلام را همواره به یاد داشته باشیم. جایگاه حضرت بی‌بی خدیجه رضی الله عنها، در سیرت نبوی نشان می‌دهد که از سپیده‌دم تاریخ اسلام، از نخستین لحظات وحی، زن نقشی اساسی در حمایت از رسالت نبوی داشته و این نقش پا به پای تمدن اسلامی دوام یافته است. امروزه نیز نقش زنان افغان در تحولات و انکشافات کشور ما قابل انکار نیست. ما باید با تأسی به سیرت نبوی، به تقویت بیشتر نقش و جایگاه زنان افغان توجه کنیم، دستاوردها و موفقیت‌های شان را به دیدۀ قدر ببینیم. کسانی که با ذهنیت زن‌ستیزانه می‌خواهند مانع موفقیت زنان مسلمان افغان شوند، آنان مانع پیشرفت کشور و مانع شکوفایی تمدن اسلامی هستند.

له نېکه مرغه زموږ د جوماتونو تعداد ورځ په ورځ زیاتېږي. یو مثال، زه چې کوچنی وم زموږ پلرني کلي کې دوه جوماتونه وو نن د خدای فضل دی ۱۷ جوماتونه دي او ۴ یې جامع جوماتونه دي. ډېرې مدرسې او ډېرعلما لرو د خدای فضل دی. دا لړۍ به همداسې روانه وي، ځکه چې ولس یې غواړي. کوم بهرنی قوت نه دی چې جوماتونه یې جوړ کړي، دا د ولس اراده ده او ولس یې جوړوي. هغه خونکاران چې وایي اسلام په خطر کې دی، هغوی ته وایوو چې اسلام په خطر کې نه دی، بلکې ستاسې قتلونه، جنایتونه او بغاوتونه دي چې د مسلمانانو ورځ یې بده کړې ده.

که له مساجدو څخه د لا ښې استفادې لپاره دقیق پروګرامونه ولرو، کولای شو چې هم د معارف په وضعیت کې بهتري راولو او هم اجتماعي فعالیتونه لا ګټور کړو. زه په همدې اساس وړاندیز کوم چې د ولسي تړون او میثاق په پروګرامونو کې باید د قومي مشرانو، مدني فعالانو او نورو په څنګ کې علمای کرام هم خامخا برخه ولري. دغه راز له معارف وزارت څخه خاصتاً له معین صاحب څخه غواړم چې د علم او سواد په خپرولو کې د ملا امامانو او مساجدو نقش ته لا زیاته توجه وکړي. علما په افغانستان کې د وصل کړۍ دي او جوماتونه د ثبات مرکزونه دي. علمای کرام چې هر څومره په امنیت او ثبات کې مرسته وکړي، نو هغومره به افغانستان قوي شي او د مسجدونو او ملا امامانو د حمایت په برخه کې به زموږ ټولو د ارزوګانو د پوره کولو لپاره امکانات زیات شي.

دغه راز زموږ مدرسې هم باید کیفیت ته لا زیات پام واړوي او د اسلامي تمدن د زرین دوران د پخوانیو مدرسو تجربې د ځان لپاره معیاروبولي. هغه مدرسې چې د امام غزالي، ابوعلي سینا، ابوریحان بیروني، امام فخرالدین رازي غوندې د دین او دنیا لوی عالمان پکې وروزل شول او علمي شهکارونه یې ولیکل. زموږ مدرسې د علم مراکز و او هیڅ وخت د دنیایي او دیني علومو تر منځ توپیر نه و، ځکه که سړی په دین پوه نشي، دنیا به څنګه اداره کړي.

زه به ډېر خوشحاله یم چې د نبوي میلاد د راتلونکي کال په غونډه کې غوره علمي مقالو او په تېره بیا د نبوي سیرت په برخه کې تر ټولو ښو لیکنو او ترجمو ته په خپل لاس جایزې او د لویو علماوو په نوم مسما شوي مډالونه ورکړم. انشاالله تعالی په نوي کال کې هغه مډالونه چې تاسو د علمای کرامو په نوم غوښتي وو ټول به خپاره شوي وي او انشاالله که خدای تعالی کول او زه مو په خدمت کې وم دا به زه په خپل لاس ورکړم. موږ باید خپل اسلامي تمدن او فرهنګ وپېژنو او د هغه په باره کې لیکنې وکړو. دغه راز غوښتنه کوم چې د هغو کسانو تشویق او حمایت ته لا زیاته توجه وشي چې په ډېر هنر سره حمدونه او نعتونه وایي.

 امروز شاهد دو نعت خوان بزرگ مان بودیم و امید است که هرنوع همکاری را برای آنها انجام داده بتوانیم.

 زموږ د اسلامي فرهنګ لویو شاعرانو په پېړیو پېړیو بهترین حمدونه او نعتونه ویلي دي چې خلکو ته باید ورسول شي او د خدای او رسول مینه زړونو ته قوت ورکړي. د میلاد نبي په دې بختوره غونډه کې غواړم خپلې خبرې د افغانستان د یوه لوی شاعر مرحوم استاد ګل پاچا الفت د یو نعت شریف په څو بیتونو پای ته ورسوم چې رسول الله مبارک ته په خطاب کې وایي:

 ته چې نه وې په جهان کې رڼا نه وه

د ادراک او شعور سترګه بینا نه وه

 

تا کړه ورکه، هغه توره تروږمۍ

چې نه لمر شوه ورکولای نه سپوږمۍ

 

سړیتوب ورساوه تا تر معراجه

فرعونان دې کړه راکوز له تخت و تاجه

 

فقیران او حقیران دې عزیزان کړه

سرکشان دې پخپل ځان پورې حیران کړه

 

انساني کرامت تا راوړو انسان ته

بشري وروري دې راوړله جهان ته

له داسې رهنما سره بلې فلسفې ته محتاج نه یوو. اگر ما واقعا سیرت نبوی را درک کنیم و ابعاد زندگی حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم را مثلی‌که جناب استاد دانش تشریح دادند درک عمیق داشته باشیم در هیچ ساحۀ زندگی حیران نخواهیم ماند. در عین حال در همین مجلس، من میخواهم اعلان کنم و به وزارت محترم عدلیه هدایت بدهم که در بارۀ رفع تبعیض مطابق قانون اساسی افغانستان، اقدامات سرتاسری کنند و یک مقرره و قوانین لازمه را تحت نظر جناب استاد دانش فراهم کنند. جامعه ما به تبعیض نه ضرورت دارد، نه اجازه می دهد. مساوات هر افغان با هر افغان جزء ایمان ما است. پیغام حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم برای تمام جهانیان چون خاتم النبیین روزی که دینش تکمیل شد. راه واضح است مسلمان بودیم، مسلمان هستیم و مسلمان خواهیم ماند.

از وزارت حج و اوقاف، شورای سرتاسری علما و همکاران ما در ریاست جمهوری که در ترتیب این محفل سهم گرفته‌اند، تشکر می‌کنم.#

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0