د هېواد د ملي امنیت سلاکار د استعفی او ملي امنیت د نوي سلاکار د مقررۍ په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته نن خپله استعفا رسماً وړاندې کړه.

د هېواد جمهوررئیس د ملي امنیت سلاکار استعفا منظور او هم‎مهاله یې په امریکا متحدو ایالتونو کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د نوي سلاکار په توګه تعین کړ.#

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0