په ننګرهار ولایت کې پر خلکو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په تاسف سره چې تروریستانو د اختر په دویمه ورځ د افغانستان د مسلمانانو د خوښۍ پر جشن چې په ننګرهارکې خلک د سولې او اوربند د نمانځنې لپاره راټول شوي وو، برید وکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس وایي د افغانستان د خلکو د سولې او ارامۍ دښمنانو د اختر په مبارکه ورځ ‍‍‍‍‍په انساني جنایت لاس پورې کړ او دا یې ثابته کړه چې غواړي د خپلو بادارانو په حکم رامنځته شوې فضا او د افغانانو خوښي په هر قېمت ګډه وډه کړي.

د هېواد جمهور رئیس وایي یاده تروریستي پېښه د افغانستان پرخلکو برید ګڼل کېږي اود دغې تروریستي پېښې شهیدان د افغانستان د سولې د لارې شهیدان دي.

د هېواد جمهور رئیس د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې په موخه عاجل اقدامات وکړي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0