د قبایلي سیمو د نوي سیاسي وضعیت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: موږ د ډیورنډ کرښې په اوږدو او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي مداخلو او هلته د مېشتو قبایلو د سیاسي وضعیت د بدلېدو په موخه د پاکستان د یو اړخیزو اقداماتو په اړه تل خپلې اندېښنې له ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي او په دغو سیمو کې مو سیاسي او نظامي اقدامات بې له دې څخه چې د دواړو لوریو په مشوره وشي، د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ په (۱۹۲۱) میلادي کال کې د شویو هوکړو خلاف عمل بللی دی.

د پاکستان پارلمان په داسې شرایطو کې خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د انضمام پرېکړه کړې ده چې په دغو سیمو پوځي وضعیت حاکم دی؛ د قبایلو سیمو په اړه هره پرېکړه باید په آرام وضعیت کې د ځايي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي، تر څو د هغوی د ارادې استازیتوب وکولای شي.

د افغانستان حکومت په قبایلي سیمو کې د استعمار د وخت زاړه او غیر انساني سیستم د حاکمیت په درک سره په یو اړخیزه توګه د قبایلي سیمو د خودمختارۍ د سلبولو پرېکړه چې د دغو سیمو د ولسونو اراده او د افغانستان حکومت مشوره په کې شامله نه وي، د ستونزې حل نه بولي.

شریک کولShare on Facebook1.1kShare on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0