په کابل کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په ژورې خواشینۍ سره چې تروریستانو د بشري ضد جنایتونو او وحشت رامنځته کولو په دوام چې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام خلک یې قربانیان دي، نن یوځل بیا د کابل جمهوریت روغتون ته نېږدې د نه بښونکي عمل او تروریستي برید په ترسره کولو سره زمونږ یوشمېر هېوادوال چې په خپلو ورځنيو کارونو بوخت وو، شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني وایي: د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې په اوسنۍ تپل شوې جګړه کې بایلونکي دي او له تفکیک پرته د ټولو تروریستي ډلو پر ضد زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو برحقه مبارزې د بل هر وخت په پرتله د خلکو او نړیوالې ټولنې زیات ملاتړ خپل کړی دی.

د هېواد جمهوررئیس یوځل بیا ټینګار کوي چې افغانستان له څو کلونو راهیسې له تحمیل شوې جګړې سره مخ دی او تروریستي ډلې چې د تمویل او تجهیز ځای یې معلوم دی، د پردیو موخو لپاره جنګېږي او غواړي د افغانستان د ثبات او هوساینې پر وړاندې خنډ شي چې هیڅکله به خپلو غوښتنو ته ونه رسېږي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، تروریزم د پراخ نړیوال تهدید مرحلې ته رسېدلی او دغه موضوع یې په بین المللي او  سیمه ییزو کنفرانسونو کې د نړۍ مشرانو سره مطرح کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان د دې نړیوالې جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او د نړۍ ټول هېوادونه باید له تفکیک پرته د دې شومې پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په کندهار کې د پروني اوکابل کې د ننني تروریستي بریدونو د غندلو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي.#