د سعودي عربستان پر تېل وړونکو بیړيو د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په یمن کې د سعودي عربستان پر تېل وړونکو بیړیو برید ترهګریز عمل بولي او غندنه یې کوي.

پرملکي ځایونو، وګړو او کاروباریانو برید د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی، ځکه د ټولنې ثبات، نظم، خوندیتوب او ډاډ له منځه وړي.

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د سعودي عربستان دولت او خلکو ته د خواخوږۍ او یووالي مراتب وړاندې کوي او  له افراطیت او تاوتریخوالي ډکې کړنې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه بولي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0