په کابل کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

 

ارګ، کابل: په ډېرې خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا نن غرمه  په کابل ښار کې د مارشال محمد قسیم فهیم د ملي دفاع پوهنتون ته ورڅېرمه د تروریستي برید په ترسره کولو سره، یو شمېر محصلین او هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل. 

جمهوررئیس غني په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په څوارلسمه ناسته کې د ګډون په موخه یاد هیواد  ته د رسمي سفر پرمهال دغه تروریستي برید د سخت غندلو ترڅنګ وویل، تروریستان چې حتی د روژې په مبارکه میاشت کې هم  له وژنو او جنایتونو لاس نه اخلي، دوی به هیڅ وخت هم خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره به د ځان په اړه د خلکو کرکه نوره هم زیاته کړي. 

جمهوررئیس غني د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت  او ټپیانو ته د ښې روغتیا دعا کوي.#