کابینې د کیمیاوي او عضوي سرې (کوډ) د تنظیم قانون طرحه تصویب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس غني د افغانستان ملت او د کابینې ټولو غړو ته د روژې مبارکي وویله او د دې مبارکې میاشتې په برکت یې د لوی خدای ج په دربار کې په هېواد کې د سولې د ټینګښت او سرتاسري امنیت دعا وکړه.

جمهوررئیس د سولې مشورتي لویې جرګې په ورځو کې د کابل ښار د امنیت د تامین په خاطر د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په یاده جرګه کې د موظف شویو کارکوونکو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو د قدرداني ترڅنګ، اړوند ارګانونه موظف کړل چې د دوی کړنې تقدیر کړي.

دغه راز جمهوررئیس د سولې مشورتي لویه جرګه کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له استازو سره د هغوی پر ستونزو د بحث په اړه د خپلو جلا کتنو معلومات د کابیني غړو سره  شریک کړل او د ستونزو د حل په موخه یې اړوندو بنسټونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس غني د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار دفتر موظف کړ چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په همکارۍ دې د وزارتونو او دولتي ادارو د اطلاع رسولو څرنګوالی وارزوي.

د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر د کیمیاوي او عضوي سرې د تنظیم قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د قانون یاده طرحه په پرنیسب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د اړوندو ادارو په همکارۍ د کیمیاوي او عضوي کوډ د تنظیم قانون طرحه د غونډې د یادښتونو مطابق تصحیح او پړاوونه یې بشپړ کړي.

په همدې ترتیب، نوموړي د تدارکاتو کادر د تنظیم مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ، د غونډې د یادښتونو مطابق  د هغې پړاوونه بشپړ او د نافذلو اقدام وکړي.

دغه راز عدلیې وزیر له هېواد بهر د کارګرانو استولو د مقررې د ځینو مادو د تعدیل، زیاتولو او لغوې طرحه چې د قوانینو کمېټې غونډې هم تائید کړې ده او د هغې مطابق له هېواده بهر د کارګرانو د استولو په برخه کې اسانتیاوې ایجادېږي، غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.

وروسته د مالیې وزارت مالي معین، جنیوا کنفرانس ته د افغانستان د تعهداتو د تطبیق د۲۰۱۹ کال د لومړۍ ربعې راپور غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې تائید کړ او د یادو تعهداتو د بشپړ تحقق په خاطر یې اړوندو ارګانونو ته مشخصې دندې وسپارلې.

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې د کانونو تخنیکي کمېټې غړو د امتیازاتو د ورکړې پالیسي غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده پالیسي تائید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې پېشنهاد شوي امتیازات دې د کار په بازار کې د مزد د معیارونو په پام کې نیولو سره وارزوي او د مطابقت پر مهال دې په دې برخه کې اقدام وکړي.

وروسته د کلیوپراختیا وزیر، د کلیو د بیارغاونې اوپراختیا وزارت ته د دې وزارت د نوم بدلولو غوښتنه غونډې ته مطرح کړه چې تصویب شوه.

د غونډې په پای کې د بررسۍ عالي ادارې لوی رئیس د دغې ادارې د ۱۳۹۸ مالي کال د بررسۍ پلان غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د بررسۍ عالي اداره موظفه کړه چې یاد پلان د غونډې د یادښتونو په پام کې نیولو سره د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست او د چارو ادارې لوی ریاست په همغږۍ بیا وګوري او په کامل وضاحت سره دې د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.#