د ترکیې د جمهور رئیس په توګه د رجب طیب اردوغان د بیا انتخابېدو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې د جمهور رئیس په توګه د رجب طیب اردوغان د بیا ټاکل کېدو له امله د ترکیې خلکو او حکومت ته مبارکي وایي.

افغانستان  او ترکیې چې د تاریخ په اوږدو کې تل دوستانه مناسبات او ښې همکارۍ لرلې دي، نو هیله ده چې د ترکیې د جمهور رئیس په توګه د رجب طیب اردوغان له بیا ټاکل کېدو سره به د افغانستان او ترکیې اړیکې او همکارۍ لا ټینګې او پراخې شي.

جمهوررئیس  محمد اشرف غني له افغانستان سره د پوهنې، روغتیا، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، انکشاف او نوروبېلابېلو برخو کې د ترکیې د همکاریو د قدردانۍ ترڅنګ ښاغلي رجب طیب اردوغان ته د بریالیتوب او د ترکیې خلکو ته د لا نېکمرغۍ هیله کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0