جمهوررئیس غني د افغانستان د تفتیش ادارې رئیسې د معرفي په مراسمو کې ګډون وکړ

جمهوررئیس غني د افغانستان د تفتیش ادارې رئیسې د معرفي په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د افغانستان د تفتیش ادارې رئیسې غزال حارس د پېژندنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو په کې د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوررئیس دویم مرستیال او یو شمېر دولتي مقاماتو حضور درلود، په پیل کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د هیواد د جمهوررئیس حکم ولوست.

جمهوررئیس غني په خپله وینا کې اغلې غزال حارس ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د جمهوررئیس لومړنۍ وظیفه د قانون تطبیق دی او زه ویاړم چې عدلي او قضايي ارګانونه خپلې دندې د اړوندو مسوولینو تر مدبرانه مدیریت لاندې د هیواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه، حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې پام وړ پرمختګونه لرلي او اړتیا ده چې په دې برخه کې هڅې ګړندۍ شي.

محمد اشرف غني وویل: د جمهوررئیس په ګډون که پر دولتي مقاماتو هره ادعا موجوده وي د پلټلو وړ ده او د افغانستان د تفتیش ادارې د ایجاد اړتیا هم همدا وه، چې ناوړه مادي او معنوي استفادې وارزوي.

جمهوررئیس له اغلې غزال حارث څخه چې د دغې مهمې ادارې مسوولیت یې ومانه مننه وکړه او ټولو ادارو ته یې له نوموړې سره د لازمې همکارۍ لارښوونه وکړه.

وروسته د افغانستان د تفتیش ادارې رئیسې غزال حارس پر نوموړې د جمهوررئیس د باور مننه وکړه او وې ویل، تعهد کوم چې په بشپړ قاطعیت او بې طرفۍ به د هیواد د نافذه قوانینو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پالیسیو په رڼا کې خپله دنده مخته وړم.

هغې وویل، د فساد پدیده پېچلې ده او په ټولنه بدې اغېزې لري چې بدبختانه یې د حکومتولۍ بهیر او په ټوله کې ولسواکي له ننګونو سره مخ کړې ده.

د افغانستان د تفتیش ادارې رئیسې وویل، فساد سره مبارزه وخت ته اړتیا لري، خو هڅه کوم خپلې دندې په سم ډول مخته یوسم، ترڅو پر دولت د خلکو باور اعاده شي.

اغلې حارس د خپلو خبرو په پای کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې پر سیاسي او ولسي ملاتړ ټینګار وکړ.#