جمهور رئیس غني د ۲۰۵ اتل قول اردو منسوبینو او مسوولینو سره وکتل

جمهور رئیس غني د ۲۰۵ اتل قول اردو منسوبینو او مسوولینو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت  جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني کندهار ته د خپل سفر پرمهال د روژې مبارکې میاشتې په اوه ویشتمه شپه د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره وکتل.  

د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېري کمال الدین، بریدمل عبدالکریم او د هوایي لوا ډګروال عبدالبصیر پیلوټ  د د یادې قول اردو د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو په استازیتوب د جلاکتنو پرمهال جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال د هغه د همېشنۍ پاملرنې، د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدو له امله مننه وکړه او وې ویل، ستاسو دغه کار موږ ته لا زیاته انګېزه او روحیه راکوي.

هغوی همدارنګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ملاتړ، د سرتېرو د لا ښه تمویل، تجهیز، د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا، د سرتېرو د معاشونو، امتیازاتو، اعاشې او ترفیعاتو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شرک کړل.

جمهور رئیس غني د ۲۰۵ اتل قول اردو د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د دوی د قربانیو او هلو ځلو له امله له یادو منسوبینو څخه له دې امله مننه وکړه چې په ټول صداقت او جرئت د هېواد د دفاع برحقه مبارزه کوي.

جمهور رئیس د هېواد دغو اتلو او زړورو بچیانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو له برکته د افغانستان بقا تامین شوې، تاسو زما او د ټولو افغانانو ویاړ یاست. هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د غوڅ ملاتړ ماموریت پنځوس هلیکوپترې د افغانستان هوایي ځواکونو ته ورکړي او نورې ستونزې به موهم په اساسي توګه حل شي.

ورپسې جمهور رئیس د ۲۰۵ اتل قول اردو د غونډو په تالار کې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په حضور کې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او د یادې قول اردو منسوبینو او سرتېرو هم ګډون درلود، وینا وکړه.

په پيل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورنجنرال امام نظر بهبود جمهور رئیس غني ته ښه راغلاست ووایه او له دې امله یې ورڅخه مننه وکړه چې د روژې مبارکې په دغه ځانګړې شپه د یادې قول اردو د منسوبینو او مسوولینو لیدو ته ورغلی. هغه زیاته کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د دفاع او د خلکو د ساتنې په برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

ورپسې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال محمد شریف یفتلي جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او له دې امله یې ورڅخه مننه وکړه، چې وخت پر وخت د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو او قول اردوګانو څخه لیدنه کوي.

نوموړي د دریم ځل لپاره د خرقې مبارکې را اېستل، د روژې مبارکې په اوه ویشتمه شپه کندهار ته د سفر پرمهال د ۲۰۵ اتل قول اردو منسوبینو او مسوولینو سره لیدنه او همدارنګه له افغان وسله والو طالبانو سره د حکومت اوربند د جمهور رئیس مهم نوښتونه او لاسته راوړنې وبللې.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز وخت پر وخت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې د تعقیب، د ټپیانو د درملنې بهیر د څارلو او سرتېرو ته د پاملرنې له امله له جمهور رئیس څخه مننه وکړه. هغه زیاته کړه، د هېواد د دفاع لپاره صادقانه مبارزه کوي او له افغان وسله والو طالبانو سره د حکومت اعلان شوی اوربند په ټوله مانا مراعتوي او ستاسو په قیادت او رهبرۍ د هېواد دفاع او خدمت ته چمتو یوو.

جمهور رئیس غني د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، یو شمېر ځوانانو په سختو شرایطو کې هېواد پرېښود، خو تاسو د هېواد د فاع سنګر، ابرو او عزت وساته او له همدې امله د افغانستان خلک او اعلی سرقوماندان پرتاسو ټولو ویاړي، ځکه چې تاسو د نن زمانې اتلان یاست.

جمهور رئیس د هېواد د هوایي ځواک د مسوولینو او پیلوټانو خدمت او هلې ځلې وستایلې او دا یې له هېواد سره د دوی اخلاقي تعهد وباله. جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونومسوولینو ته د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د ترفیع، امتیازاتو او نورو اړوندو ستونزو د حل لارښوونه وکړه.

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د ۲۰۵ اتل قول اردو له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو څخه له دې امله مننه وکړه چې له ده سره په جلا کتنو کې یې شخصي نه، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او د هوایي ځواکونو د لا پیاوړتیا غوښتنې وکړې چې دا ستاسو وطن پالنه او له هېواد سره ژمنتیا ده.

محمد اشرف غني وویل، یو ځل بیا په هېواد کې د سولې او امید فضا د برابرولو لپاره خرقه شریفه د دریم ځل لپاره له ځانګړي صندوق څخه را وېستل شوه. هغه زیاته کړه، د روژې په دې مبارکه شپه ځکه له  تاسو سره یم چې د دې هېواد لپاره قربانۍ ورکوئ او د لومړي خدمتګار په توګه له تاسو سره زما تعهد یو طرفه نه دی او نه هم ستاسو اتلولۍ او سرښندنې د هېرولو دي.  

د دغې غونډې په پای کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظر بهبود یو ځل بیا جمهور رئیس ته د هېواد د دفاع او د خلکو د ساتنې او امنیت د تامین په لاره کې د هر ډول قربانۍ ډاډ ورکړ.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0