د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو سره مشورتي غونډه وشوه

د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو سره مشورتي غونډه وشوه

د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو سره د ملي مسایلو په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې پرون ماښام  په ارګ کې مشورتي غونډه جوړه شوه.

په دې ناسته کې چې یو شمېر سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو  حضور درلود، د هېواد د روانو حالاتو، سیمه ییزه مسایلو، په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو، افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر او هند ته د جمهوررئیس د سفر په اړه بحث او خبرې وشوې.

جمهوررئیس وویل، د تېرې غونډې او ستاسې د وړاندېزونو پر بنسټ مو له پاکستان سره دولت په دولت مذاکرات پیل کړي او هیله‎مند یوو د پاکستان په پالیسۍ کې تغییر راشي.

جمهوررئیس غني هند ته د خپل سفر په اړه وویل، د دې سفر موخه د اجماع پراخوالی او سیمه ییزه همکاري ده، ترڅو د افغانستان او هند او د سیمې د هېوادونو ترمنځ په ټولو برخو کې هر اړخیزه اړیکې تر پخوا لا پیاوړې شي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې له رامنځته شویو فرصتونو څخه په موثره استفادې او دغه راز د ستونزو د حل او وروستیو څو لسیزو له بحرانونو څخه د خلاصي په خاطر د سیاسي قشر په یووالي او اتفاق ټینګار وکړ وې ویل، د ستونزو د حل په موخه باید ګډ تدابیر او کار وشي.

د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو له جمهوررئیس څخه د هېواد د ملي مسایلو په اړه له دوی سره د مشورې له امله مننه وکړه او د سولې او ثبات د ټینګښت، اصلاحاتو، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې په اړه یې د ملي یووالي حکومت رهبرۍ اقدامات او هڅې وستایلې.

هغوی د مشورتي غونډو پر دوام د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړه چې له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0