د بښنې نړیوال سازمان د وروستي راپور په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د «بې دفاع مدافعینو» تر عنوان لاندې د بښنې نړیوال سازمان وروستی خپور شوی راپور مطالعه کړی دی.

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو پر ضد بریدونه نه دي تعقیب شوي او هغوی له خنډونو ډک چاپیریال کې فعالیت کوي.

راپور زیاتوي، په مدافعینو د جګړې د دواړو لوریو، دولت او وسله والو مخالفینو او همداراز وسله والو ډلو له لوري بریدونه کېږي او په ۲۰۱۵ کال کې د هېواد په ختیځ کې د افغانستان د بشري حقونو د کارکوونکو د لېږد پر موټر برید وشو او په نتیجه کې دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هېواد کې د یوازینۍ قانوني او مشروع مرجع په توګه خپله دنده بولي چې په افغانستان کې د ټولو فعالو کسانو، سازمانونو او بنسټونو ساتنه وکړي.

افغان دولت تل د بشري حقونو د مدافعینو او اړوندو مدني بنسټونو د فعالیتونو او کړنو هر اړخیز ملاتړ کړی او د یادو مدافعینو د ځان او اړوندو بنسټونو د ساتنې هڅه یې کړې ده او همداراز د یادو قضیو د تعقیب په برخه کې د افغانستان بنسټونه ژمن دي.

 همداراز د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو وار بیا څرګندوي چې د طالبانو او ورته تروریستي ډلو برعکس، د خلکو او په ځانګړي ډول د بشري حقونو د مدافعینو او مدني ټولنو چې په دې برخه کې کار کوي، د ځان او مال ساتنې ته کلکه ژمنتیا لري. #