د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هند او فرانسې د ګډې اعلامیې هرکلی کوي

ارګ، کابل: هند او فرانسې په یوه ګډه اعلامیه کې د اساسي قانون، بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو او ازادیو په ګډون په وروستیو ۱۸ کلونو کې د لاسته راوړنو په ساتنې سره د افغانانو تر رهبرۍ، مالکیت او کنټرول لاندې د سراسري سولې او روغې جوړې ملاتړ څرګند کړی دی.

په همدې ترتیب، هند او فرانسې په اعلامیه کې پر ټاکلي وخت د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو، د تاوتریخوالي او تروریستي اعمالو د درېدو او په افغانستان کې د پایداره سولې، امنیت او ثبات د تامین لپاره تروریستانو ته د خوندي پټنځایونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دغې ګډې اعلامیې د خپرېدو چې په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسېدو په برخه کې د یادو هېوادونو نېک نیت ښیي هرکلی کوي او هغه په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات په تامین کې مهمه بولي.#