کابینې د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې مسوده په پرنسیب کې تائید کړه

کابینې د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې مسوده په پرنسیب کې تائید کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس د کندهار مخکېني امنیه قومندان شهید سترپاسوال عبدالرازق، د کندهار د ملي امنیت رئیس شهید ډګرجنرال عبدالمومن حسین خیل، شهید عبدالجبار قهرمان او په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو پېښو د ټولو شهیدانو روح ته دعا وکړه، شهیدانو ته یې د لوی خدای (ج) دربار کې د فردوس جنت، د شهیدانو کورنیو ته د جمیل صبر او ټپیانو ته یې د بېړنۍ شفا دعا وکړه.

جمهوررئیس غني په دې غونډه کې د کابینې له ټولو غړو وغوښتل چې د وروستیو پېښو د شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې چې راتلونکي اوونۍ د ارګ په جامع جومات کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

د هېواد جمهوررئیس په مرکز او ولایتونو کې د ولسي جرګې په بریالیو ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون ترڅنګ په دې ملي پروسه کې د خلکو د بسیجولو په خاطر د نوماندانو هڅې وستایلې وې ویل، د ولسي جرګې په ټاکنو کې زموږ ویاړلي ملت په خپل پراخ ګډون سره دا ثابته کړه چې پر سولې او ازادۍ باوري دي، د ولسواکۍ او قانونمندۍ په خاطر د ګواښونو په مقابل کې درېږي او هر ډول قرباني ورکوي.

جمهوررئیس محمداشرف غني د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کول د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریا پایله وبلله او د دې بریا مبارکي یې ورکړه. دغه راز یې د راتلونکې شنبې په ورځ په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ او د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال او د سیمه‎‎ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس څخه یې وغوښتل په غزني کې دې د دې ولایت د خلکو په مشوره ژر د ټاکنو د ترسره کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د اجنډا مطابق د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې مسوده غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې مسوده په پرنسیب کې تائید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې یاده بودجه دې د وزیرانو او دولتي ادارو له رئیسانو سره په همغږۍ د غونډې د یادونو مطابق بیا وګوري او پړاونه دې بشپړ کړي.

د کابینې غونډې دغه راز وزارتونه او دولتي ادارې موظف کړل چې په لګښتونو کې د سپما د اصل په پام کې نیولو سره د تجملي وسایلو له پېرلو څخه ډډه وکړي.

وروسته د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۷ مالي کال په انکشافي بودجه کې د(۱۰۴۳۶۸۹۶۸۹) یومیلیارد او درې څلوېښت میلیونو شپږ سوه نهه اتیا زره او شپږ سوه نهه اتیا افغانۍ غونډې ته مطرح کړې چې کابینې تائید کړې.

دغه راز د مالیې وزارت سرپرست او مالي معین د ۱۳۹۷ مالي کال په ملي بودجه کې د دې وزارت تعدیلات غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې تائید کړل.

په همدې ترتیب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د غنمو تخم د پېرلو او د دولت په سب‎سایډۍ پر کروندګرو د پلورلو وړاندېز غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې له بحث او غور وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وړاندېز تائید کړ.

د غونډې په بله برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په چين ولسي جمهوریت کې د افغانستان د تاریخي اثارو د نندارتون د نیټې د غځولو په اړه د دې وزارت وړاندېز غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې تائید کړ.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د اسلامي بین المللي پوهنتون د جوړولو په اړه په قاهره کې د اسلامي همکاریو دولسم کنفرانس (OIC)د مصوبې په اساس د دې وزارت وړاندېز غونډې ته مطرح کړ چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د اسلامي همکاریو د دولسم کنفرانس د پرېکړې مطابق په افغانستان کې د اسلامي بین المللي پوهنتون جوړول په کابل کې تائید او د ښار جوړولو وزارت په مشرۍ یې یوه کمېټه موظفه کړه چې د یاد پوهنتون د اړتیا وړ ځمکه دې د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې د وړاندېز په پام کې نیولو سره په چهاراسیاب ولسوالۍ یا د ټکنالوژۍ په پارک کې مطالعه او خپل مشخص وړاندیز دې کابینې ته وړاندې کړي.

دغه راز د عدلیې وزیر د دولتي مقاماتو د تنخواو د تنظیم قانون د ځینو مادو د تعدیل او زیاتولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې تائید شوه.

په همدې ترتیب د عدلیې وزیر د غنمو د اوړو او خوراکي غوړیو د غني کولو د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې یاده طرحه په پرنسیب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د  غنمو د اوړو او خوراکي غوړیو د غني کولو د مقررې طرحه د غونډې د یادونو مطابق سمه او نهایي کړي.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین د بین المللي معاهداتو نهه مورده غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې تائید کړل.#