په ننګرهار کې د نننیو تروریستي بریدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو نن د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې پر لاریون کوونکو او جلال اباد ښار کې پر ښوونځیو د تروریستي بریدونو په پایله کې زموږ یوشمېر هېوادوال  شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس محمداشرف غني د دغو تروریستي بریدونو د غندلو پرمهال وویل: زموږ پر هېواد تحمیل شوی روان جنګ هیڅ مشروعیت نه لري او پر ملکي تاسیساتو، جوماتونو، ښځو، ماشومانو او عامو هېوادوالو برید د بشریت ضد جنایت دی.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د افغانستان دښمنان د دغه ډول وحشتونو په ترسره کولو سره زموږ د هېوادوالو د روښانه راتلونکي او باثباته افغانستان  اراده نشي کمزورې کولی. هغه  اړوندو مسوولینو ته لارښوونه  وکړه چې ژر تر ژره د ټپیانو درملنې او د قربانیانو کورنیو ته رسیدګي وکړي.  

د هېواد جمهوررئیس د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي#.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0