په کابل ښار کې پر یو ملکي دفتر د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د طالبانو ډلې د روژې مبارکه میاشت کې د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند سیمه کې پر یو ملکي دفتر د تروریستي برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا نه بښونکي جنایت ترسره کړ.

طالبانو د دغه جنایتکارانه عمل د مسوولیت په منلو سره یو ځل بیا وښوده چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر او د سولې مشورتي لویې جرګه کې د ملت د جمعي غوښتنې په تقابل کې دي.

جمهوررئیس غني د دغه جنایتکارانه عمل د غندنې ترڅنګ وویل: طالبان باید د افغان ولس سوله ییزې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي، له دې مه واره به یې زموږ اتل او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونه سخت وځپي.

جمهوررئیس د دې غمناکې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي.#