کابل کې پر تبیان فرهنګي مرکز د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابلتروریستو جنایتکارو نن په کابل کې پرتبیان فرهنګي مرکز د برید له امله بشري ضد جنایت ترسره او یو ځل بیا یې انساني فاجعه رامنځته کړه.

تروریستانو په ننني برید کې زمونږ یوشمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل او دغه ډلې د جوماتونو، مقدسو ځایونو او فرهنګي مرکزونو په نښه کولو سره بشري ضد جنایتونه او نه بښونکي اعمال ترسره کوې چې دغه حرکتونه د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف ګڼل کېږي.

تروریستان باید پوه شي چې د افغانستان خلک اوس د دښمن د ژورو دسیسو په درک او پوهې، خپل دولت سره په همغږۍ او همکارۍ  د دښمن د ټولو موخو او شومو پلانونو پر وړاندې په ګډه ودرېږي او د یووالي او همدلۍ د پیاوړتیا لپاره ترپخوا زیات ژمن دي.

د افغانستان حکومت یوځل بیا په جدیت ټینګار کوي چې د ټولو تروریستي ډلو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره روښانه اراده موجوده ده او زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تروریستانو پر وړاندې د هغوی د نابودۍ مبارزه کوي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني اړوندو مسوولینو ته لارښونه کړې چې د یادې پېښې د څرنګوالي د څېړلو ترڅنګ ټپیانو او قربانیانو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

د هېواد جمهوررئیس نننۍ پېښه او همداراز په هلمند کې پرونی تروریستي برید غندي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د ښې روغتیا هیله کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0