د رسنیود ازادۍ له پلوه د افغانستان د پرمختګ په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د بې پولې خبریالانو د راپور په اساس افغانستان په نړیواله کچه د رسنیوازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۱۸ ام مقام خپل کړی. ملي یووالي حکومت د دغه راپور د هرکلي ترڅنګ د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د بیان ازادۍاو د خبریالانو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د دغه راپور په اساس د حکومت او رسنیو د همغږۍ ګډې کمېټې له تېر کال راهیسې د خبریالانو اړوند د تاوتریخوالي د لسګونه قضیو د حلولو ترڅنګ د طرزالعملونو برابرولو، د خبریالانو د خوندیتوب، معلوماتو ته د لاسرسي قانون د تعدیل، د خبریالانو دوسیو او امنیت ته د رسیدنې په خاطر مهم ګامونه اخیستي دي.

د افغانستان حکومت معلوماتو ته دلاسرسي همغږۍ کمېټې او د خبریالانو د ملاتړ صندوق جوړولو، د خبریالانو کاري خوندیتوب او حقوقي ملاتړ ته ژمن دی. د خبریالانو او رسنیو د امنیت د لا ښه تامین په موخه امنیتي ځواکونو ته لازمې لارښوونې شوي.

افغانستان په نړیواله کچه د رسنیو د ازادۍ له پلوه سږکال دوه درجې پرمختګ کړی. د بیان او رسنیو ازادۍ په برخه کې شته ظرفیت او د حکومت ټینګې ارادې ته په کتو به افغانستان راتلونکی کال  لا ډېر پرمختګ وکړي. #

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0