د هېواد د ملي دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د لوی رئیس د استعفاوو په هکله مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د  افغانستان د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت لوی رئیس محمد معصوم ستانکزي نن خپلې استعفاوې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني حضور ته، رسماً وړاندې کړې.

د هېواد جمهوررئیس د دوی استعفاوې منظور نه کړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او د امنیتي وضعیت د بهبود په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.#