د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

د اجنډا مطابق د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوړو زده کړو د فوق لیسانس مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل یاده طرحه د موظف شویو مسوولینو په ګډون د ارزونې په غونډه کې بیا کتل شوی او د ۵فصلونو او ۳۶ مادو په لرلو سره په مصوبه کې ترتیب شوی ده.

کابینې له هراړخیز بحث وروسته د لوړو زده کړو د فوق لیسانس مقررې طرحه تائید نه کړه او د عدلیې او لوړو زده کړو وزارتونه یې موظف کړل چې د اړوندو ارګانونو په همکارۍ یاده طرحه د غونډې د یادوونو مطابق بیا وګوري او د کابینې راتلونکو غونډو ته دې وړاندې کړي.

وروسته د عدلیې وزارت مسلکي معین د ملکي بورسیو د تنظیم مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، یاده طرحه د موظف شویو مسوولینو په ګډون د ارزونې په غونډه کې بیا کتل شوی او د ۶ فصلونو او ۳۶مادو په لرلو سره په مصوبه کې ترتیب شوی ده.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د ملکي بورسیو د تنظیم مقررې طرحه تصویب او عدلیې وزارت یې  موظف کړ چې یاده طرحه د کابینې د غړو او لوړو زده کړو وزارت علمي معین د اصلاحي نظریاتو مطابق تصحیح او مرحلې يې بشپړې کړي.

په همدې ترتیب د عدلیې وزارت مسلکي معین د شپې لوړو زده کړو مقررې د پنځلسمې مادې د نوی تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

کابینې د شپې لوړو زده کړو مقررې د پنځلسمې مادې د تعدیل طرحه تصویب کړه او د عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه کې د (معلولینو) کلمه ( د معلولیت لرونکو کسانو لپاره) تصحیح او د یادو کسانو د اسنادو تائیدي دې د کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارت تصحیح او نهایي کړي.

وروسته د سیمه‎ییزه ارګانونو ادارې مالي او اداري معین د ولایتونو پر وړاندې د وزارتونو او دولتي ادارو د تعهداتو د څرنګوالي په اړه د دې ادارې راپور غونډې ته وړاندې کړ.

کابینې د سیمه‎ییزه ارګانونو ادارې وړاندیزونه تائید او دا اداره یې موظفه کړه چې په یوه مشترکه کمیټه کې دې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست با صلاحیته استازی شامل کړي، دغه راز یې وزارتونو او دولتي ادارو ته دنده وسپارله چې د ولایتونو پر وړاندې د خپلو ژمنو د تحقق په خاطر لازمه توجه وکړي او له پایلې دې د سیمه‎ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ته راپور ورکړي.

وروسته د کور او ښار جوړولو وزارت معین په خوشحال خان مېنه کې د (۶۹۰۴۵) مترمربع دولتي ځمکې له روغتیایي څخه د استوګنې سیمې ته (د قطر هېواد د استوګنې د بلاکونو د جوړولو په موخه) د موازي انتقال او د شپږمې ناحیې د نیله‎باغ سیمې (۱۰۶) جریبه دولتې ځمکې له سوداګریزې ساحې څخه د استوګنې سیمې ته ( د چین هېواد د استوګنې د بلاکونو د جوړولو په موخه) د موازي انتقال د تعدیل غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه د ماسټر پلان په اساس په خوشحال خان مېنه کې د ملي بس ساحه چې پکې د قطر هېواد په مرسته د استوګنې د زرو کورونو جوړولو پروژه پلی کېږي، روغتیايي سیمه وه او د استوګنې سیمې ته تعدیل ایجابوي، دغه راز دویمه سیمه د نیله‎باغ سیمه ده چې د چین هېواد په مرسته د ملکي کارکوونکو لپاره د استطاعت وړ کورونو د لومړي فاز پروژه په بر کې نیسي د کابل ښار ماسټر پلان مطابق سوداګریزه سیمه وه له سوداګریزې سیمې څخه یې داستوګنې سیمې ته بدلون ایجابوي چې کابینې تصویب کړ.

وروسته د کابل ښاروالۍ سرپرست د هغو کسانو لپاره چې جایدادونه یې د اتصالي سړک پراختیایي پروژه (کمپنۍ سړک او د شیهدمزاري سړک) کې استملاک شوي له صنعتي سیمې څخه د استوګنې سیمې ته او یوه برخه یې چې د حلقوي سړک ترڅنګ موقعیت لري د استوګنې له مخلتطې سیمې څخه سوداګریزې سیمې ته د (۱۰۰) جریبه دولتې ځمکې د تعدیل د څرنګوالي په اړه د دې ریاست او ښارجوړولو وزارت ګډ وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ .

کابینې یاد وړاندیز په اصل کې تائید او ښارجوړولو وزارت، د ځمکو خپلواکه اداره او د کابل ښاروالۍ یې موظف کړل چې د ځمکې اندازه مشخصه او د هغې تطبیقي او تجارتي پلانونه د مستحقو کسانو د تشخیص سره یوځای د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې ته وړاندې کړي.

 وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزیر له واحد چتر لاندې د جوازونو د ورکړې په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام حکم په اړه کاري راپور غونډه کې مطرح کړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د راپور د تائید ترڅنګ د صنعت او سوداګرۍ وزارت موظف کړ چې وزارتونو او دولتي ادارو سره د جوازونو د صدور د غونډو په لړ کې د جوازنامو د صدور پروسې د ساده کولو په اړه واضح او هر اړخیزه طرحه ترتیب کړي، د هغوتخنیکي برخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت  په  همکارۍ او اداري برخه یې اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون سره همغږې کړي او د پایلې په اړه د کابینې راتلونکو غونډو کې راپور ورکړي.

وروسته د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال د ۱۳۹۶ کال له بابته د هېواد حاجیانو څخه د راټولو شویو مرستو د لګښت راپور او په ۱۳۹۷ کال کې له هر حاجي څخه د سوري زړه لرونکو ماشومانو د درملنې په موخه د یو زر افغانیو د راټولولو غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه.

کابینې د افغاني سرې میاشتې د راپور د تائید ترڅنګ حج او اوقافو وزارت موظف کړ چې د بیت الله شریف حج زیارت کوونکو څخه یو زر افغانۍ د مرستې په توګه په ۱۳۹۷ کال کې راټولې او د افغاني سرې میاشتې حساب ته انتقال کړي.

همدارنګه یې بهرنیو چارو وزارت موظف کړ چې د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د چین هېواد سره په افغانستان کې د سوري زړه لرونکو ناروغانو د درملنې او د سوري زړه لرونکو د درملنې په خاطر سرې میاشتې روغتون د تجهیز لپاره عربستان سره د هغه هېواد د مرستو تفاهم وکړي او د پایلې په  اړه د کابینې راتلونکو غونډو ته راپور وړاندې کړي.

ورپسې د مالیې وزیر د ۱۳۹۷ کال د تخصیص او تادیاتو د پړاونو د بشپړولو د بودجې د عملیاتي ریفورم راپور غونډې ته وړاندې کړ.

کابینې د مالیې وزارت د راپور د تائید ترڅنګ وزارتونه او دولتي ادارې موظفې کړې چې خپل مالي او تدارکاتي راپور د ملي تدارکاتو ادارې سره په همغږۍ ترتیب او مالیې وزارت ته واستوي؛ همدارنګه مالیې وزارت د بودجې د لګښتونو راپور هر دوه میاشتو کې غونډې ته وړاندې کړي.

ورپسې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر د معلولیت لرونکو افرادو او د افغانستان د شهیدانو ورثې د ملاتړ ملي ادارې د ایجاد په اړه د یاد وزارت راپورغونډې ته وړاندې کړ.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس څخه په مننې معلولیت لرونکو افرادو او د شهیدانو ورثې څخه د ملاتړ ادارې ایجاد تائيد کړ؛ مالیې وزارت یې موظف کړ چې د هغې بودجه د کال په منځ ارزونه کې مشخصه او ملي شورا ته وړاندې کړي.

په همدې ترتیب د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس د ماشومانو روغتون د پراختیا په موخه د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ ګازرګاه کلي کې د ۱۵ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د ټریننګ سنټر (د بزګرو او دولتي کارمندانو روزنه) د جوړولو په موخه د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالۍ تنګي توخچي کې ۸ جریبه موازي ځمکې، د غزني ولایت د نوې امنیه قومندانۍ قرارګاه جوړولو په موخه د یاد ولایت علي لالا دښته کې ۳۰ جریبه دولتي ځمکې موازي، د وارداتي برېښنا د سب سټېشنونو جوړولو په موخه د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ کې د ۴۵ جریبه دولتي ځمکې موازي، د حضرت امام صاحب ولسوالۍ د برېښنا سټېشن سویچ جوړولو په موخه شیرماهي دښته کې د ۲۵ جریبه دولتي ځمکې موازي، د کندز ولایت د ۲۲۰ کیلو ولټه سب سټېشن جوړولو په موخه الچین دښته کې د ۱۲۰ جریبه دولتي ځمکې موازي، فراه ولایت کې د برېښنا سب سټېشن جوړولو په موخه د شور اباد کلي جنوب ته د ۶۰ جریبه دولتي ځمکې موازي او مالیې وزارت ته د وارداتي برېښنا سب سټېشن جوړولو په موخه د زابل ولایت مرکز کې د ۲۵ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال غونډې ته وړاندې کړچې کابینې تائید کړ.

هغه همدارنګه د ګمرک د تاسیساتو جوړولو په موخه مالیې وزارت ته د ننګرهار ولایت تورخم ساحه کې د ۵۴۰ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال غونډه کې مطرح کړ.

کابینې د یادې ځمکې د انتقال د تائید ترڅنګ مالیې وزارت او د افغانستان د ځمکو اداره موظفه کړل چې په یاده ساحه کې د زیاتې ځمکې د موجودیت په صورت کې مالیې وزارت ته د هغې د انتقال وړاندیز د ګمرک د تاسیساتو د پراختیا او د ازاد سوداګریز بازار د ایجاد په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د موبایل له لارې د معاش د ورکړې قرارداد په اړه د ۶/۱۰/۱۳۹۶ نېټې کابینې د ۱۶ ګڼې مصوبې د ۷ فقرې د تعدیل په اړه د هغه وزارت غوښتنه او د مالیې وزارت توافق غونډه کې مطرح کړ چې کابینې تصویب کړ.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزیر د بین المللي معاهدو اته مورده مطرح او کابینې تائید کړل.#