د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د جسټن تروډو د بیا بریالي کېدو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د جسټن تروډو په رهبرۍ د کاناډا لبرال ګوند د بریالیتوب او بیاځلي د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د هغه د ټاکل کېدو له امله، د افغانستان د  دولت او خلکو په استازولۍ مبارکي وویله او ښاغلي تروډو ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

جمهوررئیس وویل، زموږ ډېر تمرکز به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا زیاتې پراختیا وي او له افغانستان سره په انکشافي، امنیتي او د ښځو د پیاوړتیا په برخو کې د کاناډا د دوامداره همکاریو مننه یې وکړه.