په کابل ښار کې پر ښوونیز مرکز د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: جنایتکاره تروریستانو نن د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې پر یوه ښوونیز مرکز برید وکړ او ددغه مرکز یو شمېر زده کوونکي  یې  شهیدان او ټپیان کړل.

وحشي تروریستان  د ښوونیزو او فرهنګي مرکزونو په نښه کولو سره په ډاګه کوي چې دوی د اسلامي ارزښتونو او د محمد (ص) د لارښوونو چې د علم زده کړه یې په نر او ښځه فرض ګرځولې ده، خلاف دي.

جمهوررئیس غني ددې تروریستي پېښې د سخت غندلو ترڅنګ اړوند مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ددې دردناکې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی وارزوي، ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته دې عاجله رسېدګي وکړي.

د هېواد جمهوررئیس د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګندوي، شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0