د ۱۳۹۸ کال وسط بودجې د تصویب او پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو څخه د ولسي جرګې د ملاتړ په اړه د جمهوري ریاست اعلامیه

ولسي جرګې د ۱۳۹۸ کال د وسط پر بودجې له ژورو او دقیقو بحثونو وروسته، خوشبختانه نن په هغه کې د حکومت تغییرات او پېشنهادي تعدیلات د رایو په اکثریت تصویب کړل.

د ولسي جرګې محترمو غړو د خپل ملي او ولسي رول په درک کولو سره د یوې مصوبې له لارې پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د هیواد جمهوررئیس محمداشرف غني د قانون د حاکمیت، ولسواکۍ او پر اساسي قانون د ولاړ نظام د تحقق په برخه کې د ولسي جرګې د موثرو او هیله بښونکو هڅو څخه د خوښۍ ترڅنګ د ملي شورا د دواړو مجلسونو د اداري پلاويو او غړو د فعال رول قدرداني وکړه او د ملي او ولسي مسوولیتونو په ترسره کولو کې د ملي شورا غړو ته د بریا هیله کوي.#