مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو نن شپه د کابل ښار مکروریانو بنایي سیمه کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره یو  ځل بیا یو شمېر ملکي وګړي او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان او ټپیان کړل.

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په وروستیو کلونو کې په مېړانه او زړورتیا د خلکو او وطن د دفاع په برخه کې هلې ځلې کړي او خپلې ځلنده کارنامې یې په تاریخ کې ثبت کړې دي.

د افغانستان حکومت او خلکو تل د دې سرښندنو درناوی کړی او د هېواد د دفاع لارې د شهیدانو نوم او یاد ته درناوی لري.

جنایتکاران باید پوه شي چې له خپلو دغو اسلامي او انساني ضد اعمالو سره به د هېواد په هیڅ نقطه کې خوندي پاتې نشي او د هېواد د زړورو او مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به له ځپونکي او سخت ځواب سره مخ شي.

جمهور رئیس غني د دغه وحشیانه برید د سخت غندلو پرمهال د هېواد امنیتي ارګانونو ته د دغې تروریستي پېښې د څرنګوالي د ارزونې په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د ښې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0