د اسیا بنسټ “ایشیافاونډیشن” د نظرپوښتنې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: ملي یووالي حکومت د افغانستان په اړه د اسیا بنسټ دیارلسمه کلنۍ عمومي نظرپوښتنه مطالعه کړې.

په دې راپور کې د ملي روحیې، امنیت، اقتصادي ودې او اشتغال، پرمختګ او د خدمتونو وړاندې کولو، حکومتولۍ او سیاسي مشارکت، اطلاعاتو او رسنیو ته د لاسرسي او په ټولنه او مهاجرت کې د ښځو په اړه د خلکو لیدلوري په هراړخیزه توګه منعکس شوي دي.

ملي یووالي حکومت د معیارونو مطابق او په مسلکي ډول د ترسره شويو تحقیقي راپورونو، نظرپوښتنو او عمومي سروې ګانو هرکلی او په پوره دقت پر وړاندېزونو غور کوي.

په دې راپور کې  راتلونکي ته د خوشبیني د زیاتوالي، د حکومت له کاره د رضایت، د کورنیو په عوایدو کې د زیاتوالي، پر حکومت په نیوکه کې د مصئونیت، په تصمیم نېونه کې د تاثیرګذاري او د پولیسو پر مټ د امنیت د ښه والي په اړه مثبت ټکي منعکس شوي دي.

دغه راز په راپور کې د اشتغال، بېکارۍ، د خدمتونو وړاندې کولو کې د کموالي لکه برېښنا، کډوالۍ ستونزو او په ځېني دولتي دستګاوو کې د فساد شته والي ته هم اشاره شوې ده. په یاد راپور کې له حکومت څخه د خلکو د رضایت ترڅنګ له طالبانو څخه د ولس کرکه هم منعکس شوې ده.

ملي یووالي حکومت په یاد راپور کې د خلکو د رضایت د کچې لوړوالی په زېربنایي چارو، اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې په برخو کې ترسره شوي اقدامات او د حکومتولۍ په طریقه کې د تغیر لپاره د سیاسي ارادې موجودیت بولي.

حکومت هڅه کوي په عملي اقداماتو او هراړخیزه اصلاحاتوله ننګونو سره د مخ برخو د حل او اصلاح لپاره اقدام وکړي.#

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0